سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

«شاهین آسمایي» وکولای شول د «میوند اتلانو» لوبډلې ته د نوروزي ټورنمنټ په پرانېسته لوبه کې ماته ورکړي.

۲۵ کب, ۱۳۹۳

د «میوند اتلانو» او د «شاهین آسمایي» لوبډلو د تګ لوبه د کابل د استازي په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د نوروزي ټورنمنټ د تګ په پړاو کې، شاهین آسمایي، د اتلولۍ د عنوان دفاع‏کوونکې، وکولای شول چې ۲ د ۰ پروړاندې خپل حریف ته ماته ورکړي.
په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو په دفاعي لیکو کې خپلې ستونزې درلودلې چې په دې توګه د دوهمې نیمایي په پیل کې «دمیوند اتلانو» لوبډلې په خپل ځان باندې په ګول وهلو سره خپله دروازه وازه کړي. داسې ښکارېده چې لوبه به په همدې پایلې سره پای ته ورسیږي تر هغه چې د «شاهین آسمایي» لوبغاړي، «حضرت نیازي» د جریمې سیمې د بهر څخه یوه ښکلې شوټ وهنه وکړه او د «میوند اتلانو» د لوبډلې ګول ساتونکي «امان الله طوفان» ونه شو کولای چې په ښه توګه د دې توپ مخنیوی وکړي او توپ د هغه د لاسونو له منځه ګول ته د ننه شو. له دې ګول سره لوبه ۲ د ۰ په پایلې سره د «شاهین» په ګټه پای ته ورسېده.
د «شاهین اسمایي» او یا هم «د میوند اتلانو» لوبډله به د «سیمرغ البرز» او یا «د سپین غر بازانو» لوبډلو له منځه د بلې لوبې له ګټونکي سره په نیمه پایلوبه کې ولوبېږي. د دې لوبې د تګ پړاو سبا د ۱۳۹۳ د کب ۲۵ د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو په لاره اچول کېږي.
پلویان کولای شي دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د «طلوع او لمر» ټلویزیونونو او «آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام» راډیوګانو له لارې او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولنیزو شبکو له لارې تعقیب کړي:
•    انټرنټي پاڼه: https://www.afghanpremierleague.com
•    یوټیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague
•    ټویټر: @AfPremierLeague
•    فېس‏بوک: @AfghanPremierLeague  
•    گوگل پلاس: @AfghanPremierLeague  
•    انسټاگرام:  @AfghanPremierLeague

د دې پاڼې شریکول