سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

سپین‎غر په خیتځ سیمه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د هېواد طبیعي پوله رامنځ ته کوي. دا غرونه د پاکستان له پېښور څخه پیلېږي او د لوېدیځ په لور د لورا تر درې (تنګۍ) پورې په افغانستان کې، د ۱۶۰ کیلومټره اوږدوالې سره غځېدلي. د دې غرونو تر ټولو لوړه څوکه (پېز)، ۴۷۶۱ مټره د سیند له لمن څخه لوړه ده چې زیاتره برخه یې په واورو کې پټ وي. 

دا اوږده او ساړه غرونه، د بازانو لپاره مناسب استوګنځی دی. د دې متوسط الجثه مرغه‎ګانو څخه په دودیز ډول افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د ښکار لپاره ګټه اخیستل کېږي. بازان، د پیاوړي او ځانګړي سترګو درلودنې له امله پېژندل شوي ښکاري مرغه‎ګان دي. «د سپین‎غر بازان» دې ځانګړتیا ته پاملرنې سره، د لوبې ډګر کې د خپل سیال پر وړاندې لوبېږي.

د سپین‎غر بازان، د ختیځ حوزې استازې، د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۴ کال کې د خپل اتلولۍ سرلیک څخه دفاع‎کونې په موخه، پلازمینې ته راغلل. دې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په «ب» ډلې کې ځای وموند. له خواشینۍ سره د سپین‎غر بازان د کافي امتیازونو نه ترلاسه کونې له امله، و نه شوکولای د دې سیالیو د ډله‎ییز پړاو څخه وړاندې ولاړ شي. د سپین‎غر بازان د موج‎های آمو پر وړاندې د ۰ – ۲ پایلې سره ماتې وخوړل او د خپل دوو نورو سیال لوبډلو، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش پر وړاندې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په ډله‎ییز پړاو کې تم شو. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۲ ۳ ۲ ۱ ۰ ۵ ۳ ۲ ۶
۲۰۱۹ ۲ ۲ ۱ ۱ ۰ ۵ ۳ ۲ ۳
۲۰۱۸ ۴ ۳ ۰ ۲ ۱ ۴ ۷ ۱
۲۰۱۷ ۲ ۶ ۳ ۲ ۱ ۶ ۶ ۰ ۱۰
۲۰۱۶ ۴ ۳ ۰ ۱ ۲ ۲ ۴ ۲ ۲
۲۰۱۵ ۱ ۶ ۴ ۱ ۱ ۱۵ ۹ ۶ ۱۳
۲۰۱۴ ۱ ۶ ۳ ۱ ۲ ۱۴ ۱۳ ۱ ۱۱
۲۰۱۳ ۳ ۳ ۱ ۲ ۰ ۲ ۱۱ ۳
۲۰۱۲ ۲ ۳ ۲ ۰ ۱ ۳ ۱ ۲ ۷
 

د دې پاڼې شریکول