سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

«د اباسین څپې» لوبډله د افغانستان سهیل‎ختیځ استازې ده. اباسین د ایندس رود پښتو نوم دی، هغه رود چې د سهیل په لور بهېږي او د ۳۱۸۰ کیلومټره اوږدوالې سره د آسیا له تر ټولو اوږدو رودونو څخه ګڼل کېږي. دا رود، په افغانستان کې د ګڼ‎شمېر کوچني رودونو سرچینه ده او د ختیځ حوزې د اوبو تأمین په برخې کې ډېره اړینه ونډه لري. 

د افغانستان غوره لیګ لوبډلو کړنو ته په لنډې کتنې، دا ښکاري چې د اباسین څپې هغه یوازینې لوبډله ده چې تر اوسه پورې یې هیڅ کومه ځانګړې لاس‎ته راوړنه نه لري او هیڅکله د ډله‎ییز پړاو څخه وړاندې نه ده تللې. 

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچه‎اچونې پر اساس، د اباسین څپې په «الف» ډلې کې ځای وموند. له دې سره چې په دې څپرکې کې، د دې لوبډلې د پياوړتیا لپاره ۶ لوبغاړي له کابل څخه د هغو په ترکیب کې ملحق شوي وه خو بیا هم د اباسین څپې د ډله‎ییز پړاو په ټولو لوبو کې ماتې وخوړل او د پنځم ځل لپاره په اتم مقام کې تم شو. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۳ ۳ ۱ ۲ ۰ ۴ ۶ ۳
۲۰۱۹ ۳ ۱ ۱ ۱ ۰ ۵ ۵ ۰ ۳
۲۰۱۸ ۲ ۴ ۱ ۲ ۱ ۴ ۸ ۴
۲۰۱۷ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۳ ۱۳ -۱۰ ۰
۲۰۱۶ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۰ ۱۰ -۱۰ ۰
۲۰۱۵ ۴ ۳ ۰ ۲ ۱ ۲ ۵ ۱
۲۰۱۴ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۲ ۱۲ -۱۰ ۰
۲۰۱۳ ۳ ۳ ۲ ۱ ۰ ۳ ۶ ۳
۲۰۱۲ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۰ ۷ ۰
 

د دې پاڼې شریکول