سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

د «میوند اتلان» لوبډله د کندهار، نیم‎روز، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو استازېتوب کوي. دا نوم د کندهار په یو شمالي ولسوالۍ پورې اړوند دی. دا ولسوالۍ د «میوند جګړې – د افغان – انګرېز دوهمې جګړې» له امله ځانګړې نامتووالې لري چې د ۱۸۸۰ کال جولای په میاشتې کې رامنځ ته شوه. 

په دې جګړې کې چې د ایوب‎خان تر واکمنۍ لاندې ترسره شوه؛ د انګرېزانو دوه اردو د ماتې سره مخامخ شوه په داسې حال کې چې دا جګړه زیاتره د مېرمن «ملالې» له امله نامتو ده ځکه چې هغه د افغان ځواکونو د کمزورتیا سره سم د جګړې ‌ډګر کې ودرېدل او افغان ځواکونه یې د دښمن پر وړاندې جګړې ته وپارول. 

د میوند اتلان لوبډله یوازې یو ځل په ډله‎ییز پړاو کې د شاهین آسمایي پر وړاندې د یوې ماتې پرته، نور د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ټولو سیالیو کې ښه وځلېدل. میوند د دې څپرکې «الف» ډلې کې ځای درلود. دا لوبډله په ډله‎ییز پړاو کې د موج‎های آمو پر وړاندې بریا سره، د اتلولۍ سرلیک ګټنې په موخه، پایلنې سیالۍ ته ولاړه. په داسې حال کې چې، پایلنې سیالۍ کې یې د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل او په دې توګه یې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوهم مقام خپل کړ. یارمحمد ذکرخېل د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي مقام ترلاسه کړ. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۳ ۳ ۰ ۱ ۲ ۳ ۵ ۲
۲۰۱۹ ۴ ۱ ۰ ۱ ۱ ۱ ۵ ۱
۲۰۱۸ ۲ ۴ ۲ ۲ ۰ ۴ ۴ ۰ ۶
۲۰۱۷ ۱ ۶ ۳ ۱ ۲ ۱۶ ۱۰ ۶ ۱۱
۲۰۱۶ ۲ ۶ ۴ ۲ ۰ ۱۰ ۵ ۵ ۶
۲۰۱۵ ۲ ۶ ۳ ۲ ۱ ۱۲ ۹ ۳ ۱۰
۲۰۱۴ ۲ ۶ ۲ ۳ ۱ ۲۰ ۲۰ ۰ ۷
۲۰۱۳ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۱ ۶ ۰
۲۰۱۲ ۱ ۳ ۲ ۰ ۱ ۷ ۲ ۵ ۷
 

د دې پاڼې شریکول