سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

د «موج‎های آمو» لوبډله، د افغانستان د شمال ختیځ حوزې استازېتوب کوي. د آمو رود، له تاریخي پلوه د خپل لاتین نوم «اکسوس » سره پېژندل کېږي.  دا رود د مرکزي آسیا یو له سترو رودونو څخه دی چې د پامیر غرونو څخه پیلېږي او د آرال سمندرګي په لمن کې توئېږي. دا رود د تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره د افغانستان شمالي پوله جوړوي. د آمو اوبه د هېواد په شمال برخې کې د کرهنې دوام په برخه کې د خړوبونې اصلي زېرمه ګڼل کېږي. 

موج‎های آمو د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال کې تر یو حده پورې قناعت‎بخښونکې کړنه درلوده. دې لوبډلې وکولای شو د دوو پرلپسې کلونو لپاره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. د دې څپرکې پچه‎اچونې پر اساس، موج‎های آمو د دې سیالیو په «ب» ډلې کې ځای وموند. موج‎های آمو په ډله‎ییز پړاو کې د ۶ امتیازونو موندنې سره، نیمه‎پایلنې سیالۍ کې د میوند اتلان پر وړاندې ولاړه. دې لوبډلې د میوند اتلان څخه ماتې خوړنې له امله و نه شو کولای پایلنې سیالۍ ته لاره ومومي او په څېړه‎لوبې کې یې هم د سیمرغ البرز پر وړاندې ماتې وخوړل، په دې توګه د افغانستان شمال‎ختیځ استازې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په بهیر کې له څلورم مقام نه غوره برخه ترلاسه نه کړه. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۲ ۸ ۰
۲۰۱۹ ۳ ۱ ۰ ۱ ۱ ۳ ۴ ۱
۲۰۱۸ ۳ ۳ ۰ ۱ ۲ ۲ ۴ ۲
۲۰۱۷ ۴ ۳ ۱ ۲ ۰ ۱ ۳ ۳
۲۰۱۶ ۱ ۶ ۲ ۴ ۰ ۶ ۱۰ ۶
۲۰۱۵ ۲ ۶ ۱ ۳ ۲ ۷ ۱۲ ۵
۲۰۱۴ ۳ ۳ ۱ ۲ ۰ ۶ ۱۰ ۳
۲۰۱۳ ۴ ۳ ۰ ۲ ۱ ۳ ۷ ۱
۲۰۱۲ ۴ ۳ ۰ ۲ ۱ ۴ ۱۰ ۰
 

د دې پاڼې شریکول