«شاهین آسمایي»، د کابل استازی دی، د افغانستان پلازمېنه چې د هېواد اقتصادي – فرهنګي مرکز ګڼل کېږي او ۵ میلیونه اوسېدونکي لري. شاهین د هېواد یو له نامتو لوبډلو څخه ده.
په انګرېزۍ ژبې کې شاهین ته، «فالکُن » وایي. دا ښکلی او دروند مرغه کولای شي په ډېره لوړه کچه الوتنه وکړي او خپل ښکار په ډېر ګړندي توګه ګیروي. د دې لوبډلې د نوم دوهمه برخه، «آسمایي»، د آسمایي ستر غرونه ښیي چې د کابل په لمن کې یې ځای موندلی. دا لوبډله هیلهمنه ده چې د سیالۍ په ډګرونو کې د خپل نښې «شاهین» په شان ګړندی او دروند ښکاره شي.
د افغانستان غوره لیګ تاریخ ته یوې لنډې کتنې سره موږ کولای شو د دې لوبډلې د ویاړ او سترو لاسته راوړنو په اړه پوه شو.
د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچهاچونې پر اساس، شاهین په «الف» ډلې کې ځای وموند، چېرته چې دې لوبډلې وکولای شو په ډلهییز پړاو کې ۶ امتیازونه ترلاسه کړي. د پلازمېنې استازي وکولای شو د ۴ پرلپسې کلونو لپاره، نیمهپایلني پړاو ته خپله لاره هواره کړي. شاهین وکولای شو په بریالي توګه سیمرغ البرز ته ۱۰ – ۳ ماتې ورکونې وروسته، پایلني پړاو ته لاره ومومي. شاهین آسمایي چې د دوو ځلو لپاره د اتلولۍ ساتونکي په توګه خپل نوم ثبت کړی وو، دې سیالۍ کې هم بریالی شو چې د ۲ – ۱ پایلې سره اتلولي ترلاسه کړي.
دا دریم ځل دی چې د شاهین نوم د افغانستان غوره لیګ د اتل په توګه د دې لیګ په تاریخ کې لیکل کېږي.
کال | مقام | P | W | L | D | GF | GA | GD | Pts |
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
۲۰۲۰ | ۱ | ۳ | ۲ | ۰ | ۱ | ۷ | ۲ | ۵ | ۷ |
۲۰۱۹ | ۱ | ۲ | ۲ | ۰ | ۰ | ۳ | ۱ | ۲ | ۶ |
۲۰۱۸ | ۱ | ۵ | ۴ | ۱ | ۰ | ۷ | ۲ | ۵ | ۱۲ |
۲۰۱۷ | ۱ | ۶ | ۵ | ۱ | ۰ | ۱۵ | ۱۱ | ۴ | ۱۵ |
۲۰۱۶ | ۱ | ۶ | ۴ | ۲ | ۰ | ۱۸ | ۷ | ۱۱ | ۱۲ |
۲۰۱۵ | ۳ | ۱ | ۰ | ۱ | ۰ | ۱ | ۳ | -۹ | ۰ |
۲۰۱۴ | ۱ | ۶ | ۴ | ۱ | ۱ | ۱۷ | ۸ | ۲ | ۱۳ |
۲۰۱۳ | ۲ | ۲ | ۲ | ۰ | ۱ | ۴ | ۱ | ۳ | ۷ |
۲۰۱۲ | ۳ | ۳ | ۱ | ۲ | ۰ | ۴ | ۴ | ۰ | ۳ |