سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

آمو او اباسین د نیمه پایلوبو د وروستي ځای لپاره له یو بل سره لوبیږي

۲۷ وږی, ۱۳۹۴

نن یو وار بیا د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو نیمه پایلوبو ته د تګ لپاره یوه مهمه لوبه تر سره کیږي. دا ځل د موج های آمو او د اباسین څپې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته وزي. دواړو لوبډلو ته له دې څخه لوی امتیاز نشته تر څو د لوبې په ګټلو سره مخامخ د دې لیګ نیمه پایلوبو ته لار پیدا او احتمالآ د جام د ګټلو لپاره په بله لوبه د لوبې ډګر ته ووزي.

دواړو لوبډلو تیر کال خپله یوه لوبه هم نه ده ګټلې نو د ننۍ لوبې په ګټلو سره به دواړه لوبډلې یو ډیر مهم امتیاز تر لاسه کړي.

دواړې لوبډلې په خپلو تیرو ګروپی سیالیو کې په دې توانیدلې دي تر څو یوه لوبه مساوي او بله وبایلي. له دې دواړو لوبډلو څخه هره یوه يي نیمه پایلوبو د تګ چانس لري خو دا بیا د دوی د لوبې د څرنګوالي پوري اړه لري.

په ننۍ لوبه کې د اباسین څپې له غټ چلینج سره په دې خاطر مخامخ ده چې باید د آمو لوبډلې په وړاندي نه یوازي دا چې خپله دروازه وساتي خو له هغه سره سره باید ډیر ګولونه هم تر سره کړي. په لنډه توګه ویلای شو چې د اباسین څپې لوبډله باید ننۍ لوبه د ۲-۰ یا له هغه څخه په غوره پایلې وګټي تر څو د سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړي. نواز ځاځی به په ننۍ لوبه کې تر سخت فشار لاندي وي تر څو ګول وهنه تر سره کړي.

د آمو لپاره اما ننۍ سیالۍ یو څه آسانه په دې ده چې دوی باید تنها یو ګول ووهي او ورسره خپله دروازه ټینګه وساتي، په دې مانا چې آمو د ۱-۰ په پایلې سره کولای شي د لوبو بل پړاو ته لاره پیدا کړي. مسعود قاري زاده ته چې د ګول وهني کوم فرصتونه په لاس ورځي باید له هغوی څخه په ښه توګه استفاده وکړي.

دا په زړه پورې لوبه له لاسه مه ورکوئ. د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.
تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.
همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول