سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

آمو د اباسین په ماتولو سره نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه

۲۷ وږی, ۱۳۹۴

ننۍ لوبه په داسي حال کې پیل شوه چې د موج های آمو لوبډله له تورو کالیو او د اباسین څپې له سپینو کالیو سره د لوبې ډګر ته داخل شول. دا لوبه د افغانستان روشن غوره لیګ د سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه.

د لوبې په دریمه دقیقه کې د موج های آمو سروش د اباسین په دروازه باندي حمله تر سره کړه خو ده په توپ باندي خپل کنټرول ونه شو ساتلای او په دې سره کوم ګول تر سره نه شو.

د اباسین فرهاد اندړ وکولای شول چې د موج های آمو له دفاعي لیکې تیر شي او د خپل ټیم لپاره يي د ګول وهلو یو زرین فرصت را منځ ته کړ، خو دده دا حمله د آمو لخوا په وروستیو شیبو کې کنټرول شوه او بیا هم کوم ګول تر سره نشو.

د لوبې په اتمه دقیقه کې د آمو قسمت احمدي د لوبې لومړی کارنر تر سره کړ خو د اباسین لوبغاړي په دې بریالي شول تر څو د آمو دا حمله هم کنټرول کړي.

د لوبې په دوولسمه دقیقه کې بیا د اباسین څپې دروازه ساتونکی له خپلې دروازي څخه هغه مهال راوتی چې د آمو د بریدګري کرښي لوبغاړو توپ د دروازې خولې ته راوړی وو. ده په ډیر مهارت سره وکولای شول د آمو دا حمله دفع کړي.

د لوبې په اوولسمه دقیقه کې یو وار بیا آمو کوښښ وکړ تر څو د اباسین د جزا له ساحې څخه توپ دننه او په دې سره د لوبې لومړی ګول تر سره کړي خو د اباسین دروازه ساتونکي یو ځل بیا په ډیر مهارت سره دا حمله هم تر خپل کنټرول لاندي راوستله.

د لوبې په ۱۹ دقیقه کې د اباسین څپې فرهاد اندړ د ډیر ښه فرصت څخه برخمن وو ترڅو ګول وهنه تر سره کړي اما ده بیا له دې فرصت څخه په ښه توګه استفاده ونه شوه کړای او توپ له ګول څخه ارت تیر شو.

د لوبې په ۳۱ مه دقیقه کې د آمو لوبغاړو د اباسین له دفاعي لیکي څخه ځانونه تیر کړل او کولای يي شول چې د لوبې لومړی ګول هم تر سره کړي، خو په دې وخت کې د لوبې ریفري یوولسمه شمیره لوبغاړی په افسایډ کې اعلان کړ، او په دې سره بیا هم لومړی ګول تر سره نه شو.

د لوبې په ۴۱ دقیقه کې د آمو قسمت احمدي خپلې څو واریزي هڅې وکړې تر څو بالاخره د ده د هڅو په پایله کې آمو ته یوه آزاده ضربه په لاس ورغله، خو د آمو کیانوش خاوري ونشو کولای په ښه توګه له دې آزادې ضربې څخه استفاده وکړي.

د لوبې په ۴۳ دقیقه کې د آمو خادمي او صدیقي د اباسین په دروازه باندي حمله راوړه او یو ځل بیا د اباسین دروازه ساتونکي دا حمله په ماهرانه ډول کنټرول کړه.

لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته پای ته ورسیده.

د دوهمې نیمايي په پیل کې د لوبې په ۴۹ دقیقه کې د آمو هدایت الله احمدي ته یو سور کارت وښودل شو. په دې شیبو کې د اباسین په ګټه یوه آزاده ضربه اعلان شوه، د اباسین شپږمه شمیره نه شې کولای دا ضربه هم په ګول بدله کړي.

د لوبې په ۶۵ دقیقه کې آمو یو ځل بیا سرحدونه ماتوي او ځان د اباسین ګول ته رسوي خو په دې شیبو کې آمو غواړي په یوې قوي ضربې سره د اباسین دروازه خلاصه کړي خو توپ د ګول له پورتني لرګي سره لګیږي او په دې سره آمو نه شي کولای خپل لومړی ګول تر سره کړي.

د اباسین ښه وخت هغه مهال پای ته ورسید کله چې د آمو قسمت احمدي په دروازه باندي برید تر سره کړ ، د اباسین دروازه ساتونکی له خپل ګول څخه راووت ، احمدي په ډېرې آسانۍ سره وکولای شول د آمو لومړی ګول تر سره کړي.

ننۍ لوبه د ۱-۰ په پایلې سره د موج های آمو په ګټه پای ته ورسیده او په دې سره موج های آمو وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. په نیمه پایلوبه کې به موج های آمو له میوند اتلانو سره لوبه تر سره کړي.

 د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.
تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.
همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول