سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

آمو د درو مهمو نمرو د تر لاسه کولو لپاره له عقابانو سره لوبیږي

۱۳ وږی, ۱۳۹۴

آمو د درو مهمو نمرو د تر لاسه کولو لپاره له عقابانو سره لوبیږي
د موج های آمو لوبډله نن جمعه د وږي په ۱۳ مه نیټه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې له عقابان هندوکش لوبډلې سره مخامخ کیږي.

دواړو لوبډلو خپلې تیرې لوبي مساوي کړې دي او د نمرو په جدول کې یوه یوه نمره لري.

عقابان په خپله لومړۍ لوبه کې له اباسین څپې سره مخامخ شول چې د لوبې په وروستیو شیبو کې مهدي بهزاد وکولای شول د عقابان لپاره مساوي کوونکی ګول ترسره کړي.

د عقابان هندوکش لوبډلي مرستیال روزونکي حامد مقصودي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ روشن له رسمي پاڼې سره په مرکه کې وویل چې "موږ د یوه مساوي په درلودلو سره له خپلې کارکردګۍ څخه خوښ یو، موږ له آمو سره د لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی ده".

د موج های آمو لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د سپین غر بازانو په وړاندي د ۲-۲ په پایلې سره خپله لوبه مساوي پای ته ورسوله. د آمو لومړی ګول د سپین غر د دفاعي لیکې د اشتباه په ترڅ کې تر سره شو همدارنګه ددوی دوهم ګول هم د یوې پینالټې ضربې په پایله کې د هدایت الله احمدي له لوري تر سره شو.

د موج های آمو لوبډلې مرستیال روزنکې ښاغلي طاهر منوري له موږ سره په خبرو کې وویل چې "موږ د اتو نویو لوبغاړو په راوستلو سره ښه لوبه تر سره کړه، موږ له عقابانو سره د سیالۍ لپاره پوره چمتووالی لرو".

ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه لوبه ده، د دریو نمرو په اخیستلو به هره لوبډله وکولای شي چې بلې مرحلې ته د تلو چانسونه ډیر کړي. اوسمهال د دې ګروپ ټولې لوبډلې د یوه یوه امتیاز په درلودلو سره په مساوي توګه ځای پر ځای شوي دي، د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به په آسانۍ د جدول سر ته ولاړه شي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.

www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول