سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلان، په پایلنې سیالۍ کې د شاهین سیال شو

۵ تله, ۱۳۹۵

د حکمت الله شاري‎پو لوبغاړو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو دوهمې تګ لوبې کې د آمو پر وړاندې غوره بریا ترلاسه کړه. دا دوهم ځل دی چې میوند په نیمه‎پایلني پړاو کې په پرلپسې توګه موج‎های آمو ته ماتې ورکوي. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه. 

په لومړۍ ۴۵ دقو کې، دواړې لوبډلې ډېرې کمزورې وځلېدې او هیڅ کوم ګول ترسره نه شو. سربېره پر دې، داسې ښکارېدل چې موج‎ها د ګول‎وهنې لپاره زیاتره لېوالتیا لري، په داسې حال کې چې میوند یوه دفاعي تلن‎لاره غوره کړې وه. په دې توګه لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

په دوهمې نیمې کې، عبدالمنان عظیمي د لوبې ۵۲ دقې کې د میوند لپاره ګول ترسره کړ. همدارنګه، فیض فیضي، په ۶۹ دقې کې د خپل لوبډلې په ګټه دوهم ګول هم ترسره کړ او په دې توګه میوند د ۲ – ۰ پایلې سره مخ ته شو. 

سربېره پر دې چې د موج‎های آمو لوبغاړو د میوند د ګول په لور ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړو خو بیا هم بریالي نه شوه چې د هغو ګول خلاص کړي. د دې پایلې خوندیتوب لپاره د میوند روزونکي د خپل بریدکوونکو پر ځای ځینې مدافعان میدان ته واستول. 

په پای کې، دا لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېدل. له دې بریا سره میوند د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ کې د شاهین د سیال په توګه وپېژندل شو، دا لوبه د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۹ نېټه د جمعې په ورځ ترسره کېږي‎. 

موج‎های آمو او سیمرغ البرز د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره، د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۸ نېټه، د پنجشنبې په ورځ د یو بل پر وړاندې ځي. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول