سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلانو د آمو په ماتولو سره وکولای شول دریم مقام خپل کړي

۹ تله, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو او د موج های آمو لوبډلو تر منځ ننۍ سیالي په داسي حال کې پیل شوه چې اتلانو په لومړیو ۶۰ ثانیو کې وکولای شول لومړی ګول په خپله ګټه تر سره کړي. مصطفی افشار د اتلانو د بریدګرې کرښې لوبغاړي وکولای شول چې د لوبې په لومړۍ دقیقه کې د آمو دروازه خلاصه او په دې سره د آمو لوبډله تر سخت فشار لاندي راولي. د لوبې په نهمه دقیقه کې افشار یو ځل بیا وکولای شول چې د خپلې ډلې په ګټه ګول وهنه تر سره کړي او په دې سره اتلانو په لومړیو ۱۰ دقیقو کې وکولای شول د ۲-۰ په پایلې سره مخکېوالی تر لاسه کړي.
آمو د لوبې په ۱۳ مه دقیقه کې د ګول وهني یو ډیر ښه چانس درلود خو په دې شیبه کې د اتلانو دروازه ساتونکي امان الله طوفان وکولای شول په ښکلې توګه له خپلې دروازې څخه دفاع وکړي. په راتلونکو لسو دقیقو کې د آمو دروازه یو ځل بیا د اتلانو د بریدګرانو تر سخت برید لاندي راغله، مصطفی او باقر آمو دې ته مجبوره کړه چې په دفاعي ډول لوبه وکړي.
د لوبې په ۴۰ مه دقیقه کې د آمو خال محمد او بریالي وکولای شول چې د اتلانو له دفاعي کرښې ځان را تیر او په دې توګه په خپله ګټه ګول وهنه وکړي خو د دوی هڅو کومه پایله نه درلوده. د لومړۍ نیمايي په خلاصیدو سره اتلان د ۲-۰ په پایلې سره له آمو څخه مخکې وو.
د دوهمې نیمايي په شروع کیدو سره مصطفی افشار وکولای شول چې د لوبې په ۵۷ مه دقیقه کې خپل هټریک پوره کړي او په دې سره اتلانو د ۳-۰ په پایلې سره مخکیوالی تر لاسه کړ.
د لوبې تر نیمايي څخه د زیاتو دقیقو په تیریدو سره آمو لا په دې نه وه بریالۍ شوې چې په خپله ګټه لومړی ګول تر سره کړي، خو د آمو انتظار هغه وخت پای ته ورسید کله چې کیانوش خاوري د لوبې په ۷۱ مه دقیقه کې وکولای شول د خپلې لوبډلې لومړنی ګول تر سره کړي خو بیا هم د لوبې پایله لا په مکمل ډول د ۳-۱ په نتیجې سره د اتلانو په ګټه وه.
د لوبې د وروستیو لسو دقیقو په جریان کې اتلانو د آمو ټکولو ته ادامه ورکړه، د اتلانو سلیم نعیمي او مصطفی افشار وکولای شول د لوبې په ۸۱ او ۹۱ دقیقو کې ګول وهنه تر سره کړي. د دوهمي نیمايي په خلاصیدو سره اتلانو وکولای شول د ۵-۱ په پایلې سره آمو ته سخته ماتې ورکړي.
د میوند اتلانو د افغانستان روشن غوره لیګ په دې پړاو کې په پوره میړانې لوبه وکړه او ويي کولای شول چې د دې سیالیو دریم مقام خپل کړي. همدارنګه د دوی ستوري مصطفی افشار وکولای شول چې د دې فصل په خپله وروستۍ لوبه کې ښکلی هټریک تر سره او څلور ځله د سیالې لوبډلې دروازه ور خلاصه کړي.

د دې پاڼې شریکول