سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلانو د سیمرغ په ماتولو سره د ب ګروپ په سر کې ځای پیدا کړ

۱۸ وږی, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو وکولای شول په ننۍ لوبه کې د سیمرغ البرز په ماتولو سره د ب ګروپ د نمرو په جدول کې په سر کې ځای ونیسي. شاهین آسمايي او سیمرغ البرز په ترتیب سره په دوهم او دریم مقام کې ځای لري.

په ننۍ لوبه کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، د میوند اتلانو د لومړۍ نیمايي په جریان کې په لوبه باندي ډیری کنټرول درلود. د سیمرغ البرز لوبډلې بیا برعکس ونه شو کولی له تمې سره سم لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

 د لوبې په یویشتمه دقیقه کې مصطفی افشار د اتلانو په ګټه لومړی ګول تر سره کړ.

اتلانو په وار وار د سیمرغ په دروازه باندي حملې تر سره کړي او د سیمرغ لوبډله يي تر سخت فشار لاندې راوستلې وه. د لوبغالي مینه والو هم د اتلانو لوبډله په ډیر شور او زوږ سره بدرګه کوله.

په ۳۹ دقیقه کې د منیرالحق ندیم د سر ضربه بې پایلې وه او په دې سره سیمرغ البرز ونه شو کولای د ګول وهني له دې زرین چانس څخه ګټه پورته کړي.

که څه هم د لومړۍ نیمايي په جریان کې اتلانو د ګول وهني ډیر فرصتونه درلودل خو دوی ونه شو کولی له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په دې سره لومړۍ نیمايي د اتلانو په یوازیني ګول سره پای ته ورسیده.

دوهمه نیمايي بیا په ډیر هیجاني ډول پیل شوه. د میوند اتلانو لوبډلمشر سید باقر میرسالمي ونه شو کولی چې د لوبې په ۵۴ مه دقیقه کې یوه پینالټي ضربه په ګول بدله کړي. د سیمرغ د لوبډلې دروازه ساتونکي دې ښکلې دفاع یو ځل بیا د سیمرغ د مینه والو هیلې را وټوکولې.

د لوبې په ۷۹ مه دقیقه کې فیض فیضی له ۱۳۹۲ کال را په دیخوا په لومړي ځل د اتلانو لپاره د لوبي میدان ته ووت. فیضي نږدي وو د سر په ضربې سره د اتلانو دویم ګول هم تر سره کړي خو توپ په ډیر کم توپیر سره د دروازې له څنګه تیر شو.

د سیمرغ احتیاطي لوبغاړی احمد فرهاد عدیل د لوبې په ۸۷ مه دقیقه کې د حشمت الله په ځای لوبې ته راغی او یوه دقیقه لا نه وه تیره چې د سیمرغ په ګټه يي مساوي کوونکی ګول تر سره کړ.

د لوبې وروستۍ شیبې د ۱-۱ په پایلې سره نورې هم جالبې شوې وې. سیمرغ ونه شو کولای په وروستیو شیبو کې خپله دروازه وساتي. د لوبې په وروستۍ دقیقه کې د اتلانو ۱۳ مې شمیرې لوبغاړي مسعود حبیبي د لوبې ګټونکی ګول تر سره کړ او په دې سره اتلانو وکولای شول ۲-۱ په پایلې سره سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په ننۍ لوبه کې د فوټبال د لوبې کچه د ستایلو وړ وه او دواړو لوبډلو ښه په زړه پوري لوبه تر سره کړي.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول