سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلان او آمو د دریم مقام د ګټلو لپاره له یو بل سره د لوبې ډګر ته وزي

۹ تله, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو او موج های آمو لوبډلې نن د افغانستان روشن غوره لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دریم مقام د ګټلو لپاره یو له بل سره سیالي کوي. دا لوبه به نن ماسپښین ۳ بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي.

اتلانو په ګروپي مرحله کې له یوې بریا، یوې ماتې او یوې مساوي پایلې وروسته وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. تیر کال په نیمه پایلوبه کې اتلان له سپین غر بازانو سره مخامخ شول چې بالاخره لوبه د پینالټي شوټونو پړاو ته ووته او په پایله کې سپین غر وکولای شول د ۵-۴ په پایلې سره اتلانو ته ماتې ورکړي؛ سږ کال یو وار بیا تاریخ تکرار شو، په همدې لوبه کې یو ځل بیا اتلان او بازان سره مخامخ شول، یو ځل بیا لوبه د پینالټي شوټونو پړاو ته ووته او یو ځل بیا د سپین غر بازانو وکولای شول چې په ۴-۲ پایلې سره اتلانو ته ماتې ورکړي.

په همدې ترتیب د موج های آمو لوبډله د یوې بریا، یوې ماتې او یوې مساوي په درلودلو سره وکولای شول چې د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړي. په نیمه پایلوبه کې آمو له شاهین آسمايي لوبډلې سره مخامخ شوه، له دې سره سره چې آمو ښکلی فوټبال نندارې ته وړاندي کړ خو بیا يي هم ونه شو کولای چې شاهین آسمايي په ګونډو کړي او په پایلې کې شاهین آسمايي وکولای شول د ۳-۲ په ټولیزي پایلې سره آمو ته ماتې ورکړي.

که څه هم د آمو تکړه لوبغاړی مسعود قاري زاده په تیره لوبه کې ټپي شوی وو خو د نوموړي ټپونه اوس جوړ شوي دي او په ننۍ لوبه کې به یو ځل بیا ولوبیږي. د مسعود په راتګ سره به د دریم مقام د ګټلو لپاره د آمو چانسونه نور هم ډیر شي.

د افغانستان روشن غوره لیګ -۱۳۹۴ کال پایلوبه سبا د تلې په لسمه نیټه د شاهین آسمایي او د سپین غر بازانو د لوبډلو تر منځ تر سره کیږي. دا لوبه د طلوع او لمر تلویزیونونو او همدارنګه آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي. د دې لوبو مهم خبرونه او مطالب زموږ د ټولنیزو رسنیو له پاڼو او همدرانګه د افغانستان روشن غوره لیګ له رسمي پاڼې څخه تر لاسه کولای شئ: (www.afghanpremierleague.com)

د دې پاڼې شریکول