سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلان د ۲ – ۰ پایلې سره بازان ته ماتې ورکړه

۲۱ تله, ۱۳۹۶

د میوند اتلاان او د سپین‎غر بازان لوبډلو تر منځ لومړنې تګ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۱ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون سټوډیوم کې په لاره واچول شوه. د فوټبال زرګونو مینه‎والو نن شپه د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو دوهمه سیالۍ ننداره کړه. اتلان په نیمه‎پایلني پړاو کې خپلې لومړنې سیالۍ کې د ۲ – ۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او پایلني پړاو ته یې د رسېدو لپاره یې یو بل ګام پورته کړ. 

د میوند اتلان، د پنځم څپرکې دویم مقام ګټونکی، لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه. تر ۲۰ دقیقې پورې د یادې لوبډلې هیڅ یو برید کومه پایله نه درلوده. د اتلان تکړه بریدکوونکي، فیض محمد فیض، په ۲۰ دقیقې کې د یو کره شوټ سره د لوبې لومړنی ګول ترسره کړه او د خپلې لوبډلې وړتیا یې څرګنده کړه. ننداره‎چیانو له ډېر شور او هیجان سره مخکښ لوبډله وهڅول ترڅو په لومړې نیمه کې په دوامداره توګه خپل واکمني حفظ کړي، په داسې حال کې چې، د دې لوبډلې نور بریدونو هیڅ کومه مثبته پایله نه درلوده او د سیالې لوبډلې د دفاعي کرښې او ګول‎ساتونکي له‎خوا تم شوه. 

د سپین‎غر بازان په لومړې نیمې کې د ګول ترسره کونې لپاره هیڅ کوم د پام وړ چانس ترلاسه نه کړ. د اتلان هیڅ یو برید د لوبې تساوي پایلې لپاره د ګټې وړ نه شو. 

اتلان په دوهمې نیمې کې هم د خپل وړتیاوو څخه بشپړه ګټه پورته کړه او ګڼ‎شمېر د پام وړ فرصتونه یې په واک کې درلودل. امرالدین شریفي، د اتلان بریدکوونکي په ۶۱ دقیقې کې د یوه پاس څخه په ګټې اخیستنې د لوبې دویم ګول هم ترسره کړ. په دوام کې، د سپین‎غر بازان د دویمې نیمې په پایلني شېبو کې تر یوه حده پورې پر خپل سیال باندې فشار راوېست، مګر د اتلان په دفاعي کرښې کې هیڅ کومه نیمګړتیا په ډاګه نه شوه. د بازان ګول‎ساتونکي، ذهیب اصیل د ټولو بریدونو پر وړاندې ښه دریځ وکړ او خپل ګول یې د ټولو ګواښونو څخه مصون کړ. 

بازان په نیمه‎پایلني پړاو کې خپله لومړنې تګ سیالۍ د پام وړ کمزورتیا سره سر ته ورسول او په پای کې یې د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل. 

د میوند اتلان او د سپین‎غر بازان راتلونکې اونۍ، پنجشنبې د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۷ نېټه د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي. 

د لوبې سرشمېرنو پر اساس، د میوند اتلان لوبډلې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. فیض محمد فیض، د بازان بریدکوونکي د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) ته مراجعه وکړئ. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو ترلاسه کونې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول