سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

اتلان په خپله لومړۍ لوبه کې له طوفان سره مخامخ کیږي

۷ وږی, ۱۳۹۴

د میوند اتلان او طوفان هریرود لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو سیالیو په لړ کې نن شنبه د وږي اوومه په  خپله لومړۍ لوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي.

دواړې لوبډلې د غښتیلي ترکیب په درلودلو سره په ښه موقعیت کې دي او هیله کیږي چې نن به خپله تر ټولو ښه لوبه نندارې ته وړاندي کړي.

دا په تیرو دریو کلونو کې دوهم ځل دی چې دا دوې لوبډلې له یو بل سره مخامخ کيږي، دواړې لوبډلې د ۱۳۹۳ کال په سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوې چې طوفان وکولای شول د ۲-۱ په پایلې سره اتلانو ته ماتې ورکړي.

د طوفان هریرود لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ د سیالیو د لومړي فصل اتله لوبډله ده او په ۱۳۹۳ کال کې يي عقابان هندوکش لوبډلې ته ۴-۰ په ماتې ورکولو سره وکولای شول چې دریم مقام خپل کړي.  که څه هم ۱۳۹۳ کال بیا د طوفان لپاره تر ټولو بد کال وو چې دوی د یوې مساوې، یوې بریا او یوې ماتې په پایلو سره ونشو کولای چې بلې مرحلې ته لاره پیدا کړي.

اتلانو د ۱۳۹۱ کال د سیالیو په لړ کې وکولای شول چې نیمه پایلوبې ته لاره کړي خو په دې لوبه کې یی د ۱-۲ په پایلې سره سیمرغ البرز لوبډلې ته لوبه وبایلوده. د ۱۳۹۲ کال د اتلانو تر ټولو بد کال وو چې خپلې ټولې سیالۍ يي شاهین آسمایی، د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلو ته وبایللې. په تیر کال کې د اتلانو لوبډله ډیره ښه وځلیده خو بیا يي هم د دریم مقام د ګټلو لپاره خپل زرین چانس له لاسه ورکړ او لوبه یی د ۴-۵ په پایلې سره د سپین غر بازانو ته بایلوده.

دواړې لوبډلې له ښو تمریناتو څخه برخمني دي، نن به دواړې لوبډلې کوښښ کوي تر څو خپل فوټبالي قدرتونه یو بل ته وښيي. نن به مینه وال د یوې ډیرې ښې لوبې شاهدان اوسي، که څه هم نن په افغانستان کې د اونۍ لومړۍ کاري ورځ ده خو بیا هم هیله کیږي چې نن مازدیګر به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې د پښې ایښودلو ځای پاتي نه وي.

د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي.

تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول