سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

بارکزی د خپل ښکلې ګول سره د شاهین آسمایې د ټیم په وړاندې 2 پر صفره بریالیتوب ته ورسید

۱ تله, ۱۳۹۲

دا لوبه د غوره لیګ د ټیمونو څخه د یو ډیر خطرناک ټیم سره وه چې د لاسه ورکولو لپاره یې هیڅ هم ندرلود. شاهین آسمایی په خپل جوړښت کې د ملي ټیم څخه څلور هغه لوبغاړي درلودل چې هغوي د آسیا د سهیل ځتیځ لوبو کې په نیپال کې ګډون درلود. حشمت بارکزی، مجتبی فیضی، مقدر قاضی زاده او حامد یوسف زی د ملي ټیم لوبغاړي په د شاهین په ټیم کې دي. په داسې حال کې چې د شاهین لومړې لوبه به د غیر مجازه لوبغاړو د شتون لپاره بیرته تکرار شي.

په بل اړخ کې د میوند اتلان ټیم خپل دواړه لومړې لوبې بایللې دي او یوازې د حیثیت د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې دا لوبه پيل کړه. په دي لوبه کې هغوي خپل درې لوبغاړي او سرمربې د تیرې لوبې د څارونکې په وړاندې د ناوړه چلند او بې انظباتې د درلودو لپاره له ځان سره ندرلودل او پرته له کومې انديښنې یې خپله لوبه پيل کړه.

په لومړې نیمه کې د یوې آرامې لوبې شاهد وو. د شاهین ټیم د توپ او خطرناکه موقیعتونو د ترلاسه کولو هڅه ډیره زیاته وه. په ۱۰مه دقه کې د شاهین د ټیم د برید کوونکې د سر ضربه کیداې شوی چې خطر جوړونکې وي خو د میوند مدافع هغه د دروازه د کرښې څخه دفاع کړه. د شاهین د ټیم لوړ قدې مدافع لوبغاړې سید محمد په ۳۴مه او ۴۰مه دقه کې د کارنر د ضربو له مخې دوه پرلپسې خطرناکه موقیعتونه رامنځته کړل. لومړۍ دفاع شو او دوهم د تیرک له سره تیر شو. د بارکزی ضربه هم په ۴۳مه دقه کې په ګول بدله نشوه.
په ټولییزه توګه د میوند ټیم د لوبې په لومړې نیمه کې راټوله دفاع چې د هغوي د لوبې یو ځانګړي خصوصیت دی د افساید د تاکتیکونو سره نندارې ته کیښوده. د شاهین د ټیم هڅې په لومړې نیمه کې بې پایلې پاتې شوې.

که څه هم دوهمه نیمه د توپير سره پيل شوه. په ۵۴مه دقه کې سید مقصود هاشمې د یو ښکلې توپ سره بارکزې د توپ خاوند کړ، هغه هم توپ وڅاره او د  تړل شوې سیمې څخه یې توپ د یو ښکلې او کلک شوټ سره ګول کړ. د همدې څخه وروسته وه چې د شاهین مینه  والو د حشمت ـ حشمت شعار سره هغه یې د لوبې تر پایه وهڅوه.

تقریبا ۶ دقې وروسته د میوند لوبغاړي، محمد زیدان کولاې شو چې لوبه مساوي کړي. مصطفی زبل ښکلې پاس هغه ته برابر کړ چې د هغه ضربه د ډیرې لږې فاصلې سره د تیرګ د سر څخه تیره شوه. دا تر ټولو ښه شانس د میوند لپاره په دي نیمه کې وه.
د شاهین د ټیم ۹مه شمیره لوبغاړی امیر الدین شریفی خپل د ټیم دوهم ګول په ۸۶مه دقه کې ترسره کړ. هغه د میوند د دفاع د غلطې څخه ډیره ښه ګټه واخیسته او په یوې ناڅاپې ضربې سره یې د ۱۸ ګامه سیمې له شانه توپ د میوند د دروازه ساتونکې حکیمیار د لاسونو څخه لرې دروازه ته دننه کړ.

شریفې ماته د میوند د ټیم په نصیب کړه. د جنوب ټیم د خالې لاسونو سره کورته بیرته وګرځیدل. اوس هغوي پوره وخت د خپلې پایلې په اړه د فکر کولو لپاره لري. له بلې خوا شاهین ښه پیل درلود. هغوي باید په راتلونکې اونې کې په وروستې نیمې کې د شتون لپاره د آباسین څپې د چټک ټیم نه په ماتې ورکولو سره تیر شي.
د لوبې پوره ویډیو کولاې شي دلته ووینې:

د دې پاڼې شریکول