سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

بازانو ناهیلي اباسین ته ماتې ورکړه

۱۹ وږی, ۱۳۹۴

په ننۍ لوبه کې د سپین غر بازانو او د اباسین څپې لوبډلو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې یو د بل په وړاندي د لوبې ډګر ته ووتل او په دې سره بازانو وکولای شول چې سپین غر ته په یوې داسې لوبې کې چې له پیښو ډکه وه ، ماتې ورکړي.

محمد احمدي د سر په یوې دقیقې ضربې سره وکولای شول چې په اوومه دقیقه کې د اباسین لوبډلې لومړی ګول تر سره کړي.

له دې ګول څخه ډیر وخت نه وو تیر شوی چې د سپین غر بازانو خپلې ضد حملې شروع کړې خو په مقابل کې د اباسین له قوي دفاع سره لاس او ګریوان وو.

د لوبې په شلمه دقیقه کې د اباسین د میدان په ښۍ خوا کې د بازانو یوه آزاده ضربه په ډیر کم توپیر سره د اباسین د دروازې له څنګه تیره شوه. بازانو خپلو حملو ته همداسي ادامه ورکړه تر څو د لوبې په ۳۵ مه دقیقه کې وتوانیدل د فهیم افکار په ښکلې ضربې سره مساوي کوونکی ګول تر سره کړي. بازانو خپل دویم ګول د لوبې په څلویښتمه دقیقه کې هغه وخت تر سره کړ چې شفق ایوبي په یوه حیرانوونکې ضربې سره د اباسین دروازه خلاصه کړه.

دوهمه نیمایی د فرهاد طوطاخیل په آزادې ضربې سره په داسي حال کې شروع سوه چې د نوموړي دا ضربه د بازانو د دروازه ساتونکي ذهیب اصیل له لوري په ډیر مهارت سره کنټرول شوه. بازانو په خپلې ښکلې دفاع سره اجازه ورنه کړه چې د دوی دروازه د دوهم ځل لپاره خلاصه شي.

د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې مبین رسولې چې د سپین غر بازانو لوبغاړی ده د سر په ناحیه کې شدیداً ټپي شو او د لوبې د روغتیایي ټیم له لوري له میدان څخه بهر انتقال شو.

د لوبې په ۸۰ مه دقیقه کې د بازانو دریم ګول د حمید حبیبي په قوي ضربې سره تر سره شو.

د لوبې په ۸۲ مه دقیقه کې فرهاد طوطاخیل د سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ لومړی سور کارت تر لاسه کړ. طوطاخیل کله چې غوښتل د فهیم افکار یوه حمله ټکل کړي د ریفري له خوا ګرم وګڼل شو او په دې سره يي نوموړي ته سور کارت ورکړ، په همدې حادثه کې فهیم افکار ته هم د ریفري له خوا ژیړ کارت وښودل شو.

د سپین غر بازانو د دې دریو مهمو امتیازونو په تر لاسه کولو سره اوس ټولټال څلور امتیازونه لري او د الف ګروپ د نمرو د جدول په سر کې ځای لري. دوی له عقابان هندوکش لوبډلې څخه د دریو مثبتو ګولونو په توپیر سره اوسمهال له عقابانو څخه هم مخکې شوي دي.
ذهیب اصیل د سپین غر بازانو دروازه ساتونکی چې په ننۍ لوبه کې يي د سپین غر د دفاعي لیکې د ملا تیر رول ولوباوه د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول