سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

بازان او اتلان د ۱۳۹۴ کال د نیمه پایلوبو په لومړۍ لوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي

۴ تله, ۱۳۹۴

د افغانستان روشن غوره لیګ لومړۍ نیمه پایلوبه نن د سپین غر بازانو او د میوند اتلانو د لوبډلو په لوبې سره پیل کیږي.
د سپین غر بازانو تر اوسه له انتظاراتو څخه ډیره ښه لوبه تر سره کړې ده او په دې توانیدلي دي تر څو د ګروپي پړاو ټولې لوبې وګټي. د دې لوبډلې ډیری لوبغاړي ځوانان دي او غواړي د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې ځان ته خپل نوم پیدا کړي.
که څه هم تیر کال اتلانو د سپین غر له لاسه ماته خوړلې وه خو سږ کال د میوند اتلان د عقابان هندوکش، طوفان هریرود او شاهین آسمايي لوبډلو د غوره لوبغاړو په جذبولو سره د بریا ښه چانسونه لري.
آیا د غوره لوبغاړو شتون به اتلانو ته بریا په نصیب کړي که به د سپین غر بازانو د بریا سلسله همداسي روانه پاتي شي؟ دې پوښتني ته ځواب موندلو لپاره له موږ سره اوسئ!
ننۍ لوبه د ماسپښین په ۳ بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي. دا لوبه د طلوع او لمر تلویزیونونو له لارې کتلای او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا رادیوګانو له لاري اوریدلی شئ. د فوټبال مینه وال کولای شي د لوبي مهم خبرونه د افغانستان روشن غوره لیګ له ټولنیزو شبکو څخه هم تر لاسه کړي.

د دې پاڼې شریکول