سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

بازان له اتلانو سره د مهمې لوبې لپاره آماده ګي نیسي

۶ تله, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو لوبډله نن د نیمه پایلوبو په برګشت لوبه کې د سپین غر بازانو سره مخامخ کیږي. دا لوبه به د ماسپښین په درو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي.

په ننۍ لوبه کې د میوند اتلان له ښه موقعیت څخه برخمن دي او په دې توانیدلې دي چې د رفت په لوبه کې د ۱-۰ په پایلې سره سپین غر بازانو ته ماتې ورکړې.په یاده لوبه کې د میوند اتلانو لوبډلمشر سید باقر میرسالمي وکولای شول د لوبې په ۵۰ مه دقیقه کې د بریا ګول تر سره کړي.

د بازانو د لوبډلې دروازه ساتونکی زهیب اصیل له ځانه ډیرې ښي فوټبالي وړتیاوي ننداري ته وړاندې کړه، دی د لوبې په جریان کې د بازانو د دفاعي کرښې له کلک ملاتړ څخه هم برخمن وو.

په ننۍ لوبه کې د بازانو د بریدګرې کرښي لوبغاړی فهیم افکار یو ځل بیا د برید د رهبري کولو مسئولیت پر غاړه لري تر څو د بازانو د بریا چانسونه ډیر کړي

نن په کابل کې هوا وریځ ده او د باران اوریدلو چانسونه هم شته.

 د دې فصل ټولې نیمه پایلوبې د مازیګر په درو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول