سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د آمو اتلان سره راغونډ شوي تر څو سږ کال لا غوره تاریخ ځان ته جوت کړي

۷ چنګاښ, ۱۳۹۵

په بدخشان ولایت کې د افغانستان روشن غوره لیګ د شمال‎ختیز څلورورځنی سیمه‎ییز ټورنمنټ (شین میدان)، د فیض‎آباد په ښکلی ښار کې ترسره شو. دا سیالۍ د غبرګولې له ۱۴ نېټې څخه تر ۱۷ نېټې پورې د موج‎های آمو د لومړني ترکیب د لاس‎ته راوړو لپاره په لاره واچول شوې. د افغانستان د شمال‎ختیز سیمې څخه د بدخشان، کندوز، تخار، او بغلان ولایتونو څخه څلورو لوبډلو په دې پاروونکي سیالیو کې ګډون کړی وو. 

د دې حیرانوونکي سیالیو د بهیر وروسته، د دې سیالیو اتلولي د کندز لوبډلې ترلاسه کړه. په داسې حال کې چې محمد زکي، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې په ۳ سیالیو کې ګډون کړی وو، د خپل عالي ترسره کونې سره د دې سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو. 

سږ کال، د آمو لوبډلې تاجیکستاني روزونکي لګامبیردیوف، چې د فیفا او د آسیا فوټبال کونفډراسیون له‎خوا د روزنولی ستاین‎لیک درلودونکی دی، د موج‎های آمو لپاره ۱۲ نوي غړي غوره کړه. دا نوي لوبغاړي د ځینې نورو نوي او مخکیني څپرکو ستورو، لکه مسعود قازي‎زاده، محبوب کاکړ، قسمت احمدي، او حزب‎الله دشتي سره د افغانستان روشن ۲۰۱۶ کال غوره لیګ د اتلولي لپاره چمتو کېږي. قسمت احمدي هم دې لوبډلې ته نوی راغلی. 

موج‎های آمو د لومړي ځل لپاره په خپل تاریخ کې وکولای شو چې تېر کال د افغانستان روشن نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي او د مناسبه لوبې (د مېړانې لوبې) ډالۍ یې خپله کړه. 

تاسو کولای شی د افغانستان روشن سیمه‎ییز ټورنمنټ (شین میدان) هره پنجشنبې د طلوع او لمر ټلویزونونو له لارې د شپې په ۱۰:۳۰ بجو ننداره کړی. همدارنګه تاسو کولای شی د افغانستان روشن غوره لیګ وروستي خبرونه د افغانستان روشن غوره لیګ په وېب‎پاڼې او ټولنیزو رسنیو کې وڅاری. 

 

د دې پاڼې شریکول