سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د اباسین او بازانو مخامخ کیدل

۱۹ وږی, ۱۳۹۴

د اباسین څپې او د سپین غر بازانو لوبډلې به نن مازیګر درې نیمې بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې له یو بل سره مخامخ شي. د دواړو لوبډلو ننۍ لوبه د غوره لیګ د سیالیو په جریان کې ددوی دوهمه لوبه ده.

دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې مساوي کړې دي او د یوازي یوه امتیاز په اخیستلو سره توانیدلې دي.

اباسین خپله لومړۍ لوبه له عقابان هندوکش سره د ۱-۱ په پایلې سره مساوي پای ته ورسوله. په دې لوبه کې محمد نواز ځاځی وتوانید د خپلې لوبډلې لپاره یوازینی ګول تر سره کړي. بازان بیا په خپله لومړۍ لوبه کې وتوانیدل چې د موج های آمو په وړاندي د ۲-۲ په پایلې سره لوبه برابره پای ته ورسوي. محمد فهیم افکار ددې لوبې دوه ګولونه تر سره کړل.

په الف ګروپ کې د بازانو او اباسین تر څنګ د عقابان هندوکش او موج های آمو لوبډلې هم ځای لري. له بلې خوا دې دواړو لوبډلو خپلې دوهمې لوبې هم تر سره کړې دي. آمو خپله دوهمه لوبه بایللې ده او اوس یوازي یو امتیاز لري په داسي حال کې چې عقابانو بیا خپله دوهمه لوبه ګټلې ده او اوس په څلورو امتیازونو سره د الف ګروپ په سر کې ځای لري.

د ننۍ لوبې ګټونکی به په آسانۍ سره وکولای شي تر څو خپل امتیازونه د الف ګروپ مخکښې لوبډلې سره مساوي کړي. له دې امله ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره په دې مهمه ده تر څو نیمه پایلوبو د تګ هیلې ژوندۍ وساتي.

اباسین په تیرو دریو کلونو کې هیڅکله په دې نه دی توانیدلی چې له ګروپي پړاو څخه ځان وباسي نو له دې امله به دا لوبه ددوی لپاره نوره هم مهمه وي، دوی به غواړي تر څو د ننۍ لوبې په ګټلو سره خپل مایوس مینه وال خوشحاله کړي.

د سپین غر بازانو د تیر کال په سیالیو کې دریم مقام خپل کړ، د سږ کال په لوبو کې به د یاد مقام ساتل د دوی لپاره یو څه ستونزمن ګام وي.

 

د سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ ټولې سیالۍ د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي او د یو نیم ساعت لپاره به دوام ولري.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي. 
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول