سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د اباسین څپې د سپین‎غر بازان پر وړاندې درېږي

۱۷ تله, ۱۳۹۷

د سپین‎غر بازان، د هېواد سهیل‎ختیځ زون استازې او د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې استازې دریم مقام ګټونکې د اباسین څپې، د هېواد سهیل‎لوېدیځ زون استازې پر وړاندې نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۷ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې لوبېږي.

د اباسین څپې د اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو کې ډېر ژر حذف شو او د نوملړ په پای کې یې اتم مقام ترلاسه کړ. د پچې‎اچونې پایلې پر اساس؛ دواړو لوبډلو سږ کال د شاهین آسمایي او موج‎های آمو ترڅنګ په «الف» ډلې کې ځای وموند او شاهین آسمایي هغه لوبډله ده چې په الف ډلې کې یې اوس‎مهال درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. د سپین‎غر بازان د تېر کال نیمه‎پایلني پړاو کې د میوند اتلان څخه ماتې وخوړل، په داسې حال کې چې، سیمرغ البرز چې وروسته بیا په هماغه څپرکې کې د سپین‎غر بازان پر وړاندې د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره ولوبېدل، د شاهین آسمایي له‎خوا یې ماتې وخوړل او په ترڅ کې یې، نوموړي لوبډلو د دریم مقام لپاره لوبه ترسره کړه چې په پای کې د سپین‎غر بازان د ۱ – ۰ پایلې سره سیمرغ ته ماتې ورکړه او دریم مقام یې ترلاسه کړ. بلې خوا ته، د اباسین څپې د طوفان هریرود له‎خوا د ۶ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل.

د دې ټکو یادونې سربېره هم هیڅ شی د وړاندوینې وړ نه دی، څرنګه چې، د دواړو لوبډلو په ترکیب کې، ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي. همدارنګه، هغو هڅو ته پاملرنې سره چې مخکیني لوبډلو په ډله‎ییز پړاو کې نندارې ته وړاندې کړې، نوموړي دوې لوبډلې هم ښایي ډېره هڅه وکړي تر څو په لومړني کتنې کې، خپل سیال تر اغېزې لاندې راولي او خپل مینه‎والو ته شور او هیجان ډالۍ کړي.

ښاغلي احمد ضیاء عظیمي، د سپین‎غر بازان لوبډلې روزونکي وویل: «د هغه پروګرام پر اساس چې فدراسیون موږ ته وړاندې کړی، موږ ولاړو د هېواد سهیل ختیځ زون ته، د سپین‎غر بازان مسلکي غړو سیمه‎ییز ټورنمنټونه په لاره واچول او موږ ترې څارنه وکړه. د تېر کال پرتله، ډېر غوره ځوانان زموږ د لوبډلې ترکیب کې شامل شوي او هغه ستوزنزې چې موږ په مرکز، دفاع او برید خط کې درلودې، ټولې د امکان تر حده پورې هوارې شوي. باید ووایم چې سږ کال د سپین‎غر بازان لوبډله څه نا څه یوه ځوانه لوبډله ده، موږ ډېر استعدادلرونکي لوبغاړي لرو او په دې اړه چې نن به څه ډول لوبه نندارې ته وړاندې کوو، باید وویل شي چې موږ خپلې بشپرې هلې‎ځلې کړي او په دې څو ورځو کې مو په پرلپسې توګه خپل تمرینونه ترسره کړي. ځوانان چمتو دي، خپل تمرینونو ته دوام ورکوي او نن به غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي». هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله، د اباسین څپې یوه داسې لوبډله ده چې تېر کلونه یې د پام وړ لاسته‎راوړانې نه درلودې مګر سږ کال یې په بشپړه توګه بدلون موندلی. زیاتره لوبغاړي یې د کابل څخه دي، ځینې یې د ملي لوبډلې په بېلابېل سني ټولګو کې له ډېرې مودې راهیسې لوبېږي او اوس هم په ملي لوبډلې کې شتون لري، ډېر زیات استعداد لرونکي لوبغاړي دي. په پای کې هم باید وویل شي چې دا د فوټبال لوبه ده او وړاندوینه یې آسانه کار نه دی او نه شو کولای په کره توګه ووایو چې آیا د دې میدان ګټونکي کېږو او یا یې بایلو، که څه هم موږ خپلې بشپړې هلې‎ځلې کوو تر څو دې سیالۍ کې ګټونکي شو». 

د اباسین څپې روزنکي، ښاغلي الیاس منوچهري وویل: «د اباسین څپې لوبډله د څو ولایتونو (لوګر، غزني، خوست، پکتیا او میدان وردګ) تر ټولو غوره لوبغاړو څخه رامنځ ته شوې. زموږ ۲۱ لوبغاړي د لومړني لوبې لپاره چمتو دي. لوبغاړي مو زیاتره ځوانان دي او ځینې یې د ۱۹، ۲۱، او ۲۳ کلونو نه کم عمر لرونکي ملي لوبډلو کې ځای لري. ډېره ښه لوبډله ده. دا زموږ لومړنې لوبه ده او هیله‎من یو چې ښه پایله ترلاسه کړو. زموږ لوبډله د ښه چمتووالې څخه برخه‎منه ده مګر د ځینې موضوعاتو له‎امه چې پېښ شوه او لیګ یې وځنډوی، موږ خپل تمرینات تم کړه، څرنګه چې تر هغه مهاله مو په دوامداره توګه تمرینونه ترسره کول او اوس هم د یوې اونۍ راهیسې مو خپل تمرینونه له سره پیل کړي او هیله من یو چې زموږ ځوانان ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.» هغوی زیاته کړه: ځکه چې موږ وعده ورکړې وه چې سږ کال نیمه‎پایلني پړاو کې د څلور غوره لوبډلو تر منځ ځای ترلاسه کوو، نو خپلې بشپړې هلې‎ځلې ترسره کوو تر څو وکولای شو خپلې موخې ته ورسېږو». 

د اباسین څپې او د سپین‎غر بازان تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.

 

 

د دې پاڼې شریکول