سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د اباسین څپې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

۲۶ تله, ۱۳۹۷

نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۵ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې بلې هیجانوونکې سیالۍ کوربه وو چې په ترڅ کې یې د اباسین څپې، د سهیل ختیځ زون استازې، د شمال ختیځ زون استازې، موج‎های آمو پر وړاندې لوبه ترسره کړه. 

دا د ډله‎ییز پړاو یوولسمه او د «الف» ډلې لوبډلو تر منځ وروستۍ سیالۍ وه چې د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د اباسین څپې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل او موج‎های آمو حذف شوه. 

موج‎های آمو د لوبې پیل سره ډېر ژر د اباسین څپې لوبغاړو تر منځ اړیکه پرې کړه او د خپل سیال ګول یې په پرلپسې توګه د ګواښ سره مخ کړ؛ که څه هم دواړې لوبډلې ډېر زیات بې‎نظمه ښکارېدې مګر د موج‎های آمو لوبډله ژرتره بریالې شوه ترڅو د خپل سیال د ګول په لور یو برید ترتیب کړي چې په پایلې کې یې لعل پاچا تره‎خیل په ۴ دقیقې کې د لوبې لومړی ګول ترسره کړ. 

د اباسین څپې چې په کلکه توګه د دې پایلې د بدلون په اړه ژمنه وه، د موج‎های آمو د ګول په لور یې څو ځله برید ترسره کړ، په داسې حال کې چې موج‎های آمو هم له دې پایلې څخه قانع نه وه او د خپل سیال له‎خوا د هر دوو بریدونو وروسته یې هرومرو یو ضد برید ترسره کاوه مګر لومړۍ ۴۵ دقیقې د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدې. 

دوهمې نیمې کې هم، پرته له ځینې بې پایلې بریدونو چې دواړو لوبډلو د یو بل د ګولونو په لور ترسره کړل، هیڅ یوې و نه شو کولای د دوهمې نیمې تر پایلني دقیقو پورې د خپل برید ځانګړې تلن‎لاره غوره کړي، په داسې حال کې چې، د اباسین څپې هلې‎‎ځلې په ۸۴ دقیقې کې د ګټې وړ شوې او خلیل احمد احمدي د خپلې لوبډلې حیاتي ګول ترسره کړ. خو که چېرې د برابرۍ دا ګول نه وای ترسره شوی، نو د اباسین څپې باید په پرلپسې توګه د دریم کال لپاره په ډله‎ییز پړاو کې د غوره لیګ سره خدای پاماني کړې وای. 

لوبه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د اباسین څپې د یو ارزښمن امتیاز ترلاسه کونې سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل، په داسې حال کې چې موج‎های آمو همدې پړاو کې د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووهم څپرکې سره خدای پاماني وکړه. 

د اباسین څپې ۶۰ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. د موج‎های آمو لوبډلې څخه  بریالی محمد زاده، جبار عرب‎زاده، رحیم رحماني، ظریف فراهي، او د اباسین څپې لوبډلې څخه حاجي راشد فروتن، جمیل نجرابي، خلیل احمد احمدي ژړ کارټونه ترلاسه کړل. محبوب الله کاکړ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)   کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

 

د دې پاڼې شریکول