سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې د سپین غر بازانو لوبډلې ته بیا کتنه

۸ لیندۍ, ۱۳۹۴

د سږ کال د تلې په لسمه نېټه د سپین غر بازانو لوبډلې، شاهین آسمايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي تر لاسه کړي. په دې لوبه کې د سپین غر بازانو لوبډلې د پینالټي شوټونو په زړه راښکونکي پړاو کې د ۴-۳ په پایلې سره شاهین آسمايي ته ماتې ورکړه.

له دې مخکې د بازانو لوبډلې هیڅکله د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لار نه وه پیدا کړې. په حقیقت کې دوی په لومړني فصل کې د طوفان هریرود په وړاندې له ۱۰-۰ ماتې څخه را وروسته ډېر مزل کړی دی. تېر کال دوی د میوند اتلانو په ماتولو سره وکولای شول چې دریم مقام تر لاسه کړي او سږ کال يې په خپلو بریالیتوبونو سره خپل ریکارډ لا هم غښتلی کړ.

بازانو د افغانستان روشن غوره لیګ څلورم پړاو د موج های آمو لوبډلې پر وړاندې د ۲-۲ مساوي پایلې سره پیل کړ. په دوهمه لوبه کې دوی خپل مینه وال ناهیلي نه کړل او یو ځل بیا يی وکولای شول چې د اباسین څپې ته د ۳-۱ په پایلې سره کلکه ماتې ورکړي. په دې لوبه کې فهیم افکار، شفق ایوبي او حمید حبیبي ګولونه تر سره کړل. د دوی دریمه لوبه چې له عقابان هندوکش لوبډلې سره تر سره شوه، یو ځل بیا د سپین غر بازانو لوبډلې وکولای شول چې یادې لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړي او په دې سره د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي. په دریمه لوبه کې د بازانو لپاره هر یو فقیر حسین همتي او رشاد حسن زاده ګولونه تر سره کړل.

د دې پاڼې شریکول