سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ته بیاکتنه: طوفان هریرود

۲ سلواغه, ۱۳۹۵

د غرب حوزې استازی، طوفان هریرود، د اړینو چمتووالو او زړورتیا سره د افغانستان فوټبال فډراسیون کې پښه کېښودل تر څو وکولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې غوره وځلېږي. دا لوبډله د کابل ولایت څخه بهر لومړنې ورزشي لوبغاړې، د هرات ولایت تازه جوړ شوي مصنوعي چمن باندې د تمرین څخه برخه‎منه وه. د هرات ولایت په نوي پرانېستل شوي لوبغالې کې د دې لوبغاړو د روزنولۍ مسئولیت د افغانستان روشن غوره لیګ یو له هغو روزونکو په غاړې درلوده چې د فیفا له خوا یې د روزنولۍ جواز درلود.

طوفان هریرود وکولای شو د یوې بریالي رېکارډ سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۱ کال د اتلولۍ سرلیک خپل کړي. هغوی د افغانستان روشن غوره لیګ لومړني پړاو اتلان وه. مګر په وروستي څپرکې کې هغوی د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څپرکې د ننګیالۍ لوبې ډالۍ پرته بله هیڅ کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د پچې اچونې سره طوفان هریرود په «الف» ډلې، د مرګ ډلې کې ځای وموند.

طوفان هریرود د ۲ – ۰ پایلې سره شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال اتل، شاهین آسمایي ته ماتې ورکړه. طوفان د خپل ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ د ۰ – ۱ پایلې سره د میوند اتلانو ته وبایلل مګر وروسته یې اباسین څپې ته د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه.

د طوفان او د میوند اتلان د ګولونو توپیر ته پاملرنې سره، د غرب استازي و نه شو کولای د خپل بریاوو او نسبتاً د پام وړ لوبې سره و نه شو کولای د دې څپرکې په پیل کې، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي.

د طوفان هریرود سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ په یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې ننداره کړئ.

زموږ سره پاته شئ او د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د شاهین آسمایي د سیالۍ په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره، د غوره لیګ رسمي پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ!

د دې پاڼې شریکول