سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې د شاهین آسمایي ۲۱ ټاکل شوي لوبغاړي

۲ وږی, ۱۳۹۵

 

«شاهین آسمایي»، د کابل طلایي اغوستونکي، د مرکز زون استازي د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څپرکې د اتلولۍ لپاره یوه اوږده لاره مځل کړې. دا لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ بهیر کې خپل تېرو بریاوو باندې ډېره باورمنه ده او د اتلولۍ دوو سرلیکونو او د څلورم څپرکې دویم مقام ګټنې سره، د افغانستان روشن غوره لیګ نورو لوبډلو تر منځ یو ځانګړی ځای لري. د کابل په لیګ کې ۱۱ لوبډلو له یو بله سره سیالۍ وکړې چې یوازې ۲۶ لوبغاړو د شاهین آسمایي لوبډلې په ترکیب کې لاره وموندل.

 

د یو افغاني مرستندوی روزونکي تر لاس لاندې د یوې میاشتي تمریني بهیر بشپړ کونې وروسته، او همدارنګه د فیفا غړیتوب لرونکي یو تاجیک روزونکي تر لاس لاندې دوه اوونیز تمرین وروسته، په پای کې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو لپاره د شاهین آسمایي د ۲۱ لوبغاړو نوملړ پایلنی شو.

 

دې لوبډلې خپل د تېرو بریاوو ساتنې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ د پنځم څپرکې لپاره په خپل ترکیب کې ګڼ‎شمېر اړین بدلونونه راوېستي، څرنګه چې د تېر کال په پرتله موږ څه د باندې ۷۵ سلنه بدلون شاهدان یو. زیاتره لوبغاړي، نو‎ي څېرې دي چې په دې لوبډلې کې یې ګډون کړی.

 

شاهین آسمایي په «الف» ټولګې کې او په ټوله‎ییز پړاو کې د ځینې نورو لوبډلو لکه «د میوند اتلان»، «د اباسین څپې» او «طوفان هریرود» سره سیالۍ کوي. د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۵ نېټه د شاهین آسمایي او طوفان هریرود تر منځ سیالۍ د دې پړاو یو له غوره سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا دوې لوبډلې د تجربه‎لرونکو لوبغاړو درلودو سره، د دې څپرکې اتلولۍ سرلیک د ګټنې لپاره زیاتره هیله‎منتیا لري.

 

امرالدین شریفي، سمیع الله محمدي، او سید محمد هاشمي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیاليو کې د شاهین آسمایي لوبډلې پېژندل شوي څېرې دي.

 

«طوفان هریرود» هم خپل د کابلي سیال په څېر، د اتلولۍ لپاره، موخې او خپرونې په سر کې لري. دا شور او لېوالتیا د دې لامل شوې چې دا لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ کې د نورو لوبډلو څخه غوره لوبډلې ځان ته جذب کړي. انور اکبري، فردین حکیمي، او مصطفا افشار په دې څپرکې کې د طوفان پېژندل شوي لوبغاړي دي.

 

ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، آراکوزیا او آرمان اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. همدارنګه تاسو کولای شی دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ په یوټیوب پاڼې کې (www.youtube.com/afghanpremierleague) ننداره کړئ. د تازه معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب‎پاڼې «www.afghanpremierleague.com»څخه لیدنه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول