سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې ته یوه چټکه بیاکتنه

۱۰ تله, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې سیالۍ، د څراغونو په وړانګو کې، د شپې له خوا او په لوبغالې کې د ګڼ شمېر نندار چیانو په شتون کې، یو ځل بیا د هېواد دننه او بهر هېوادونو کې مېشت میلیونونو افغانانو پام ځان ته راواړوی. د اتم څپرکې سیمه ییز ټورنمنټونو سیالۍ ډېرې حساسې او هیجانوونکې وې، او هر زون څخه تر ټولو غوره لوبغاړي د غوره لیګ د تخنیکي غړو، او همدارنګه د افغانستان فوټبال فدراسیون په مرسته او همغږي وټاکل شول چې وروسته یې په کابل کې، په خپل اړوندو لوبډلو کې چې د ۳۴ ولایتونو او د هېواد ۸ زونونو څخه یې استازېتوب کاوه، د خپل سیال لوبډلو پر وړاندې ولوبېدل.

د پچې اچونې پر بنسټ، طوفان هریرود، د میوند اتلان، سیمرغ البرز، موج هاي آمو لوبډلو په «الف» ډلې کې ځای وموند او شاهین آسمایي، د اباسین څپې، عقابان هندوکش، د سپین‎غر بازان په «ب» ډلې کې سیال شول – او، دا سیالۍ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۹ نېټه پیل شو.

طوفان هریرود، د افغانستان غوره لیګ لومړۍ کال او د اووم څپرکې اتل، ټاکل شوې وه چې د سیمرغ البرز؛ د هېواد شمال زون استازې، د میوند اتلان؛ د غوره لیګ دوه پړاو دوهم اتل، او موج هاي آمو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي. نوموړې لوبډلې خپل درې سیال لوبډلو ته ماتې ورکونې سره، په ټوله‎ییزه توګه د ۹ امتیازونو لاسته راوړنې سره د خپل اړوند نوملړ په سر کې د اتم څپرکې نیمه پایلني پړاو ته لاره وموندل.

بلې خوا ته، شاهین آسمایي، د افغانستان غوره لیګ تر ټولو پیاوړې لوبډله، ټاکل شوې وه چې د عقابان هندوکش، د اباسین څپې، او د سپین‎غر بازان لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي. نوموړې لوبډلې هم د طوفان هریرود په څېر خپلې درې واړه سیال لوبډلو ته ماتې ورکونې او د هیڅ بایلې نه درلودنې په ترڅ کې په ټوله ییزه توګه د ۹ امتیازونو ترلاسه کونې سره، د «ب» ډلې د نوملړ په سر کې د اووم څپرکې نیمه پایلني پړاو ته لاره پېدا کړه.

د شاهین آسمایی او طوفان هریرود لوبډلو سربېره، د سیمرغ البرز او د سپین غر بازان لوبډلو هم نیمه پایلني پړاو ته لاره وموندل. د سږ کال د نیمه پایلني پړاو سیالۍ په حذفي ډول په لاره واچول شول. شاهین آسمایي د شمال زون استازې، سیمرغ البرز پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه او نوموړې لوبډلې ته یې د ۵ – ۰ پایلې سره درنه ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې طوفان هریرود د سپین غر بازان پر وړاندې ولوبېد او د ۲ – ۰ بریا په ترڅ کې یې د اتم څپرکې پایلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې لوبه ترسره کړه. 

په اتم څپرکې کې د طوفان هریرود سفر د کوم ګواښ سره مخامخ نه شو، او نوموړې لوبډلې خپل ویاړمن سیال ته په پایلنې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۲۹ نېټه په لاره واچول شوه، ماتې ورکونې سره د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۸ کال اتل شو.

پایلوبه د سیالۍ قانوني ۹۰ دقیقې بې له کومې پایلې پای ته ورسېده او دغه سیالۍ ۳۰ اضافي دقیقو ته ستنه شوه، چې حاتم شیردل د طوفان هریرود پیاوړې لوبغاړی بلآخره په ۹۵ دقیقې کې خپل د لوبډلې اړین ګول ترسره کړ او د لوبې پاتې وخت کې یې دفاعي لوبه ترسره کړه، خو بلې خوا ته، شاهین آسمایي، د ټولو هڅو سربېره د لوب‎څار د شپېلۍ سره خپله ماته ومنل او طوفان هریرود، د دویم ځل لپاره د اتلولې سرلیک ترلاسه کړ.

د موج هاي آمو لوبډله د ميړانې لوبې ډالۍ ترلاسه کړه. د طوفان هریرود لوبغاړي، فیصل حمیدي، د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. د شاهین آسمایي لوبډلې څخه روف قادري د طلایي بوټ خاوند شو.  د شاهین آسمایي لوبډلې څخه کاووش حیدري د دې ټورنمنټ د غوره ګول ساتونکی ډالۍ ترلاسه کړه.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپره شوه. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول