سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

 
   

د افغانستان غوره لیګ د دریمې اونۍ د لومړۍ ورځې اتلولي چاته په برخه نه شوه

۱۱ تله, ۱۳۹۱

د افغانستان غوره لیګ د درېمې اونۍ د لومړی ورځې سېالۍ د سه شنبې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له یوولسمې نېټې سره سموون خوري له سویل لویدیځه د میوند اتلان او له ختیځه د سپېن غر بازان لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه چ په پایله کې دواړه لوبډلې د یو یو ګول په کولو سره برابرې شوې.

لوبه  د سه شنبې په ورځ ماسپښین مهال په درې بجو او دېرشو دقیقو پیل شوه، په پیل کې ډیرنندارچیان په دې اند وه چې د دې ورځې اتلولي به د میوند اتلان لوبډله ترلاسه کړي خود لوبې په اوږدو کې دواړو لوبډلو ښه سیالي روانه کړې وه تر څو وه کولای شي چې ددریمې اونۍ سیالۍ هم خپله کړي او هره لوبډله د خپلو مینه والو نندارچیانو لخوا د ګرم تشویق سره مله وه چې د لوبې په اوویشتمه دقیقه کې لومړی ګول د لسمې شمېرې درلودونکي آبهرعلي نور لخوا د سپین غزبازان لوبډلې په ګټه  او دوهم ګول د لوبې په یوڅلویښتمه دقیقه کې د اتمې شمېرې درلودونکي عبدالواحد نورزی لخوا د میوند اتلان په ګټه  ترسره شو چې په پای کې دواړه لوبډلې مساوي شوې، اود میوند اتلان لوبډلې څخه  د ۸ شمېرې درلودنکی عبدالواحد نورزی غوره لوبغاړی غوره شو.

خو د لوبې په اوږدو کې لومړی او دویم زېړ کارتونه  په پنځه پنځوسمه دقیقه کې د ۱۵ شمېرې درلودونکی ایمل نوری او ۳ شمېرې  درلودونکو اجمل پردیس  او دریم زېړکارت د ۱۲ شمېرې درلودونکی ایمل نبي زاده ته چې نوموړي درې واړه د سپین غربازان د لوبډلې لوبغاړي وه، ورکړل شو

د ا په داسې حال کې ده چې سپین غربازانو لوبډلې د همدې غوره لیګ د لومړی او دوهمې اونۍ په سیالیو کې د اباسین څپې او شاهین آسمایی لوبډلو ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه او د میوند اتلانو لوبډلې د شاهین آسمایی لوبډلې ته درې د یو پر وړاندې او د اباسین څپې لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه .

 

نیاز محمد احمدزی-کابل

د دې پاڼې شریکول