سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان غوره لیگ اووم څپرکې رحماني بنسټ لومړۍ سیالي: موج‎های ‎آمو د شاهین آسمایي پر وړاندې ځي

۱۵ تله, ۱۳۹۷

اوږد انتظار بلاخره پای ته رسېږي؛ د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ، نن پیلېږي او د دې سیالیو ډله‎ییز پړاو لومړنې سیالۍ کې، د هېواد شمال‎ختیځ زون استازې، موج‎های آمو، د شاهین آسمایي، د هېواد پلازمینې او همدارنګه د شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې پر وړاندې ځي. دا هیجانوونکې سیالۍ نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۵ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

د پچې اچونې پر اساس، شاهین آسمایي او موج‎های آمو د دې سیالیو په «الف» ډلې کې، د سپین‎غر بازان او د اباسین څپې لوبډلو تر څنګ ځای لري. د سپین‎غر بازان د تېرکال ډله‎ییز پړاو کې د یو ګول سره موج‎های آمو ته ماتې ورکونې سره خپل ځان خوندي کړ مگر د اباسین څپې د میوند اتلان له خوا، چې سږ کال په «ب» ډلې کې ځای لري، ماتې وخوړل او په پرلپسې توګه یو ځل بیا نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې څخه وړاندې حذفه شوه. 

تېر کال، موج‎های آمو د ډله‎ییز پړاو نهمې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ولوبېدل. یادې لوبې کې آمو د مستقیم برید تلن‎لارې پر ځای، دفاعي چلند غوره کړ مګر له‎خواشینیه سره چې دا تګ‎لاره هم آمو ته د ګټې وړ نه شوه او د نوموړې لوبډلې سیال، شاهین آسمایي دوه ګولونه ترسره کړل. که څه هم سږ کال، په هماغې اندازې چې شاهین د پیاوړتیا دعوا لري، موج‎های آمو ټینګار کوي چې ښه چمتوالې لري او غواړي په دې لومړنۍ کتنې کې، ځینې لوبډلې تر خپل اغېزې لاندې راولي او همدرانګه خپل د پلویانو اعتماد هم ترلاسه کړي.

ښاغلي غلام فاروق اصیل، د موج‎های آمو مرستیال روزونکي وویل: «څرنګه چې تاسو معلومات لرئ، نن ټاکل شوې ده موج‎های آمو د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې پیلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ولوبېږي. څرنګه چې مې مخ کې هم یادونه وکړه، تاسو به د موج‎های آمو له‎خوا د یو غوره پیل شاهدان ووسئ. که څه هم دا یوه ګرانه او ساښکونکې سیالۍ ده مګر موږ هڅه کوو، او دې ته ژمن یو چې د دې میدان ګټوونکي ووسو. موږ خپلې ځانګړې چمتووالې لرو. لوبغاړي مو د ډېر سترې انګېزې څخه برخه‎من دي او پر خپل نفس باندې اعتماد یې هم لوړ دی. هیله‎من یو چې یوه ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او د هغو زده‎کړو سربېره چې د لوبډلې روزونکي زموږ لوبغاړو ته وړاندې کړي، موږ تمه لرو چې هغه په میدان کې پلي شي او موږ د دې سیالۍ ګټونکي شو».

ښاغلي مجتبی فیض، د شاهین آسمایي روزونکي وویل: «د یوې اونۍ راهیسې زموږ چمتووالې پیل شوي. زموږ لوبغاړي د ټولو ولایتونو څخه رسېدلي او تمرینونه یې د څلورو ورځو راهیسې دوام لري. زموږ نړیواله روزونکی هم رسېدلی. شاهین تل د بریا لپاره میدان ته د ننه کېږي او سږ کال هم د ننداره‎چیانو او همدارنګه د خپل پلویانو د خوشالۍ لپاره، شاهین هڅه کوي ترڅو د دې سیالۍ ګټونکی شي.» هغوی په دوام کې وویل: «د ډله‎ییز پړاو لومړۍ سیالي په مجموعي توګه ګرانه وي مګر زموږ هڅه دا ده چې په دې سیالۍ کې ګټونکي شو او وکولای شو د وروستۍ سیالۍ لپاره خپل کار آسانه کړو».

د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ پرانېستنې مراسم او همدارنګه د موج‎های آمو او شاهین آسمایي تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.

 

 

د دې پاڼې شریکول