سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان غوره لیگ پایلنې سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه په لاره اچول کېږي

۴ لړم, ۱۳۹۶

کابل؛ د ۱۳۹۶ کال د لړم ۳ نېټه، د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ د جمعې په ورځ، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچوي. د دې سیالۍ پلي کونې په موخه روانې چمتووالې د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز او نیمه‎پایلني پړاوونو بریالی پای ښکارندویي کوي. 

په دې مناسبت چمتو شوي مطبوعاتي کنفرانس کې، ښاغلي یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال، ښاغلي بویر اګمابرډیو، د میوند اتلان لوبډلې روزونکی، او مجتبی فیض، د شاهین آسمایي لوبډلې روزونکي ګډون درلود. د دې کنفرانس په لړ کې د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ په اړه معلومات وړاندې شوه او همدارنګه د دواړو لوبډلو روزونکو د خپلو لوبډلو چمتووالې په اړه ویناوې وړاندې کړې. 

ښاغلي یوسف کارګر د خپل ویناوو په ترڅ کې یاده کړه چې د میوند اتلان او د شاهین آسمایي لوبډلو تر منځ د پایلنې سیالۍ تسهیل او پلي کونې لپاره په بشپړه توګه ټولې اړینې چمتووالې نیول شوي. نوموړي زیاته کړه: «د پایلنې سیالۍ د څارندویۍ مسئولیت تاجیک څارونکو ته سپارل شوی چې نن، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳ نېټه د تاجیکستان هېواد څخه کابل ښار ته رسېږي. موږ خپلې بشپړې هلې‎ځلې کوو تر څو هغه غوره لوبغاړي چې د افغانستان ملي لوبډلې کې د ګډون وړتیا لري، جوت کړو.» 

ښاغلي بویر اګمابرډیو او مجتبی فیض، د میوند اتلان او د شاهین آسمایي لوبډلو روزونکو څرګنده کړه چې لوبغاړي یې د پایلنې سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو دي. ښایي چې دواړې لوبډلې د سږ کال اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره ډېره جدي تمه لري. 

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موجهای آمو، د سپین‎غر بازان، د اباسین څپې، او عقابان هندوکش د غوره لیګ اته اصلي لوبډلې دي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه استازېتوب کوي. نوموړي لوبډلو په ډله‎ییز پړاو کې سیالۍ ترسره کړې او په پای کې، شاهین آسمایي، د میوند اتلان، د سپین‎غر بازان، او سیمرغ البرز هغه څلورې لوبډلې وې چې نیمه‎پایلني پړاو ته یې یې لاره وموندل. 

د فوټبال مینه‎والو له ډېر شور او هیجان سره دا بې‎سارې سیالۍ تعقیب کړې او دا بهیر ډېر زیات وستایل شو. شاهین آسمایي او د میوند اتلان د اوسني څپرکې دوې سترې لوبډلې شوې او د نیمه‎پایلني پړاو څخه صعود وروسته، اوس‎مهال ټاکل شوې چې په پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي. دوې فینالیسټ لوبډلې، د جمعې په ورځ، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۰۵ نېټه د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي. 

سږ کال، د افغانستان غوره لیګ وروسته له څه نا څه ۴۰ کلونو د هېواد فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال لوبې د شپې له‎خوا پلي کړې. په لوبغالې کې د څراغونو نصبولو سره، د فوټبال زرګونه مینه‎وال د «یو ملت، یو غږ» شعار سره د دې سیالیو نندارې لپاره لوبغالې کې راټول شوه. سربېره پر دې، دا بهیر په هېواد کې د ننه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګڼ‎شمېر افغانانو له‎خوا وستایل شو. 

د میوند اتلان د هېواد له سهیل زون (کندهار، نیمرزو، هلمند، زابل او ارزګان) څخه استازېتوب کوي. او شاهین آسمایي، د شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې، د هېواد له پلازمینې څخه استازېتوب کوي. په پرلپسې توګه دا دوهم ځل دی چې یادې لوبډلې په پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي. تېر کال، شاهین آسمایي د ۲ – ۱ پایلې سره اتلان ته ماتې ورکړه او د پنځم څپرکې د اتلولۍ سرلیک یې په خپل نامه حفظ کړ. د افغانستان غوره لیګ په اوسني څپرکې کې اتل لوبډلې، دویم او همدارنګه دریم مقام ګټونکې لوبډلو لپاره ډېرې ارزښمنې ډالۍ په پام کې نیولي. 

۱۳۹۵ کال کې، لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیونه لیدونکو، د هېواد د ننه او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو افغانانو د شاهین آسمایي او د میوند اتلان تر منځ پایلنې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع ټلویزون او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې له لارې ننداره کړه. سربېره پر دې، تېر کال له ۷۵۰۰ څخه زیاتره ننداره چیان د وروستۍ سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه (کال –  د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنه). سږ کال د شپې له‎خوا د لوبو پلي کونې سره، ښایي دا شمېر لا زیات شي.

د افغانستان غوره لیګ پایلنې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي او مینه‎وال کولای شي د دې سیالۍ کلیپونه په آنلاین توګه د غوره لیګ یوټیوب پاڼې، همدارنګه د غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې او نورو ټولنیزو رسنیو پلټ‎فارمونو له لارې ننداره کړي. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول