سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د بریا په لور د افغانستان غوره لیګ یو بل ګام

۲۳ لړم, ۱۳۹۶

(FIFA.com) د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۱ نېټه

په بریالۍ توګه د شپږم څپرکې پای ته رسونې سره، د افغانستان غوره لیګ په هېواد کې د فوټبال د ودې لپاره یو بل مثبت او بې‎سارې ګام پورته کړ. د ۲۰۱۶ کال، شپږم څپرکې پایلنې کتنې کې، شاهین آسمایي خپل سیال، د میوند اتلان ته ماتې ورکونې سره د څلورم ځل لپاره د دې لیګ اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ.

د روان کال سیالۍ د سپټامبر میاشتې په لومړني ورځو کې پیل شوې او په معمول ډول اته غوره لوبډلې چې د افغانستان د اتو زونونو څخه استازېتوب کوي، په دو ډلو کې، په کابل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. 

په پای کې، د دې لیګ دوې غوره او نامتو لوبډلې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه په پلازمېنې کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. څرنګه چې، شاهین آسمایي د اضافي وخت پای ته رسېدنې سره خپل سیال، د میوند اتلان لوبډلې ته د ۴ – ۳ پایلې ماتې ورکړه او د دې لیګ د اتلولۍ سرلیک یې خپل کړ. 

د سپټامبر او اکټوبر میاشتو په لړ کې د لیګ د لوبو پیل سره، زرګونه مینه‎وال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پلازمېنې کابل ته راغلل تر څو دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې له نږدو څخه ننداره کړي، په داسې حال کې چې په زرګونو نورو مینه‎والو د ټلویزوني شبکو له لارې دا سیالۍ تعقیب کړې. د سږ کال نیمه‎پایلني او پایلني پړاو سیالۍ وروسته له څه د باندې پنځو لسیزو وروسته په بې‎سارې توګه په سټوډیوم کې د نصب شوي څراغونو په وړانګو کې د شپې له‎خوا په لاره واچول شوې.

د افغانستان فورټبال فدراسیون سکرټر جنرال، ښاغلي علي‎رضا آغازاده د فیفا بنسټ چارواکو ته وویل: «افغانستان له ډېرې اوږدې مودې له‎خوا د کورنیزو جګړو، قومي اختلافاتو، او همدارنګه د سیاسي بدلونونو څخه اغېزمن دی چې د هېواد د خلکو تر منځ یې وېره او بېزاري خپره کړې،» ښاغلي علي‎رضا آغازاده وویل: «ملي یووالې ته د رسېدنې په موخو د نورو خپرونو تر څنګ، فوټبال یو له تر ټولو ګټوره لاره ګڼل کېږي. موږ کولای شو د فوټبال له لارې خپل هېوادوالو ته د سولې او یو بل پالنې پیغامونې وړاندې او او هغوی د ملي‎یووالې په لور دعوت کړو.» 

«د دې ټکو ته پاملرنې سره، د افغانستان فوټبال فدراسیون، د نورو خصوصي بنسټونو په ملاتړ او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ د هڅو سره، د خلکو تر منځ د ملي‎یووالې رامنځ ته کونې په موخه ګڼ‎شمېر ګټورې خپرونې په لاره اچولي.»

د افغانستان فوټبال فدراسیون ته په یو برېښنالیک کې، د فیفا بنسټ رئیس، ښاغلي ګیاني انفانټینو د یو بل پړاو بریالي کمپاین په ترڅ کې، د دې بهیر د اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې او همدارنګه د لیګ پلي کوونکي چارواکو ته مبارکي وړاندې کړه. 

هغوی وویل: «دا زما لپاره د خوشالۍ وړ ده چې شاهین آسمایي لوبډلې ته د څلورم ځل بریا په اړه مبارکي وړاندې کوم! د دې اتلولۍ سرلیک ګټنه، د شاهین آسمایي لوبډلې د هڅو ښکارندویي کوي او په ځانګړې توګه د دې لوبډلې د ټولو لوبغاړو، د روزونکو، اداري هیئت، ټولو فني او تخنیکي کارکوونکو او په تېره بیا د دې لوبډلې د مینه‎والو هلې‎ځلې د ستاینې وړ دي.»

«د فوټبال ورزش د ټولنې په استازېتوب، زه غواړم د شاهین آسمایي لوبډلې او همدارنګه د دې ټولنې د ټولو چارواکو څخه د همکارۍ او د فوټبال په برخه کې د مثبت پیغامونو وړاندې کونې لپاره منندویي وکړم.»

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې لوبو د بشپړ کلیپونو او د غوره شېبو د لنډ کلیپونو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) لېنک ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلو او لوبغاړو د انځورونو نندارې لپاره د لیګ (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. 

د مقاله په لاندې آډرس کې د لاسرسۍ وړ ده: 

http://www.fifa.com/live-scores/news/y=۲۰۱۷/m=۱۱/news=afghan-premier-lea...

د دې پاڼې شریکول