سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د تېر کال اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې د اتم څپرکې پایلوبې ته لاره پیدا کړه

۲۱ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې، د طوفان هریرود او د سپین غر بازان لوبډلو ترمینځ، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې، د پای لوبې ته لاره موندنې لپاره حساسه او په زړه پوري سیالۍ ترسره شوه. د دغې سیالۍ د پام اړخ دا وو چې بریالۍ لوبډله پای لوبې ته لاره پیدا کړ او بایلونکې لوبډله د سیاليو د لړ څخه بهر شوه.

لوبه ډېر په زړه پورې انداز سره پېله شوه، دواړه لوبډلو په خپل نفسونو باندې د پام وړ اعتماد سره، د پای لوبې ته لاره پیدا کولو لپاره میدان ته ولاړل. طوفان هریرود برید ګره لوبه پیل کړه او ژر تر ژره یې د یو ګول ترسره کونې په لټه کې، په دوامداره توګه میدان خپل واک کې درلود. له بلې خوا، د سپین غر بازان لوبډله پخوانۍ لوبډله نه ښکارېدله او د پام وړ بدلونونو او ډېر پیاوړتیا سره سیالۍ ته راغلې وه. مګر د طوفان هریرود لوبډلې خپل بریدونه یي لا زیات کړل او د سیالۍ په ۱۸ مه دقیقې کې د معروف محمدي لخوا د پنالټي شوټ په ترڅ کې لومړۍ ګول ترسره شو. 

د لومړۍ ګول وروسته، بیا هم د سپین غر بازان لوبغاړو خپله روحیه له لاسه ور نکړه او ډېر زیار سره د لوبې بشپړ کنټرول یې تر لاسه کړې وو، او د طوفان هریرود لوبډلې پر ګول باندې یي جدي فرصتونه رامنځته کړل خو د نوموړې لوبډلې ټول بریدونه بې پایلې وه. لوبه د ۴۵ مې دقیقې پورې د ۱-۰ پای سره مخکې لاړه خو یو ځل بیا د معروف محمدي لخوا د طوفان هریرود لوبډلې لپاره یو په زړه پوري ګول د آزادې ضربې په ترڅ کې ترسره شو او خپل لوبډله یي تر خپل سیال څخه ۲-۰ په توپیر مخکښ کړه. 

دواړه لوبډلي د ۱۵ دقیقې وقفې وروسته بیا میدان ته راغلل تر څو پای لوبې ته ورتګ په خپله به برخه کړي، د یادونې وړ ده چې د طوفان هریرود لوبډله د معروف محمدي د ۲ ګولونو په ترڅ کې ځانګړتیا لرله. د سپین غر بازان لوبډلې ټول ټال هڅه دا وه چې ګول ترسره کړي او لږ تر لږه دغه سیالۍ برابره کړي تر څو د اضافي دقیقو څخه ګټه پورته کړي، له بلې خوا، طوفان هریرود لوبډلې دویمه نیمه دفاعي انداز سره پیله کړي وه او هڅه يي دا وه چې د لوبې پایله ۲-۰ په توپیر پای ته ورسوي او بریالي هم شول، ځکه په دوهمه نیمه کې هیڅ ګول ترسره نه شو او د طوفان هریرود لوبډله وکولې شو پای لوبې ته لاره پیدا کړي، او د سپین غر بازان لوبډله د سیالیو د لړ څخه بهر شوه.

په پای کې معروف محمدي د خپل زړه پوري لوبې په اړوند د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپره شوه. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول