سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د جلال‎آباد د اتلانو پر وړاندې د سیمرغ البرز بریا

۲۶ کب, ۱۳۹۳

له دې سره چې سیمرغ البرز د غوره لیګ اصلي سیالۍ پرته له کومې بریا څخه پای ته ورسولې، له بل پلاوه، د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۴ کال په نوروزي سیالیو کې، خپل لوبه یې په هماغه لومړیو شېبو کې نندارې ته وړاندې کړه. لوبه د شمال زون د استازي د خپرونې سره سم مخ ته ولاړه او په دې توګه هغوی بریالي شوه چې د جلال‎آباد اتلانو ته د ۰-۱ پایلې سره، ماتې ورکړي.

که څه هم ګڼ شمېر ننداره کوونکو هغوی هڅول مګر د ختيځ زون د استازي لپاره یو بشپړ نا هیلې کوونکی پیل وو چې اوس مهال د پایلوبې پړاو ته د رسېدو لپاره به یوه ګرانه لاره پر مخ ولري.

فهیم سوګند، د سیمرغ البرز د لوبډلې لوبغاړی، د دوهمې نیمې په پیل کې بریالی شو چې د دې لوبې د یوازیني ګول د ترسره کولو سره، وروسته له څلورو ځلو هڅو، خپل لوبډلې ته لومړی بریا په برخه کړي.

د نیمه پایلوبې پړاو ګټونکی به، د نوي کال په لومړي ورځې، د پایلوبې په پړاو کې د شاهین آسمايي یا د میوند اتلانو پر وړاندې ولاړ شي.

د شاهین او میوند لوبډلو تر منځ د راتګ لوبه به سبا د ۱۳۹۳ کال د کب په ۲۶ نېټه وروسته له غرمې په ۳ بجو د جلال‎آباد په ښار کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شي.

مینه وال کولای شي دا لوبه په ژوندۍ بڼه، د طلوع او لمر ټلویزیونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ د لاندې لیکل شوي رسمي انټرنېټي پاڼو له لارې تعقیب کړي:

 

د دې پاڼې شریکول