سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د جمهوري مرکزي لوبغالې کې د شاهین تمرینونه

۹ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین د بریا لاسته راوړنې او د ماتې څخه خونديتوب لپاره، تاجېکستان هېواد ته د رسېدنې وروسته د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۶ نېټه، خپل تمرینونه د دوشنبې ښار د جمهوري مرکزي لوبغالې کې له سره پیل کړه. شاهین د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې، د تاجېکستان استازې، خوسیلوټ لوبډلې پر وړاندې ځي.

شاهین لا تر اوسه په قرنطین پړاو کې ده او د جمهوري مرکزي لوبغالې کې هره ورځ دوه ځله تمرین ترسره کوي. د سهار تمرینونه زیاتره د توپ، د مهارتونو او ټکټیکونو پیاوړتیا لپاره ځانګړي شوي او له غرمې وروسته تمرینونه زیاتره فزیکي تمرینونه دي.

تېرو ورځو کې، د شاهین مرستیال روزونکي دې ټکې ته اشاره وکړه چې د قرنطین پړاو د دې لپاره چمتو شوی تر څو د لوبډلې ټولې کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي او وروسته د پښېمانۍ لپاره هیڅ کوم لامل پاته نه شي. په دې تمریني پړاو کې، د لوبډلې روزونکي بویر اګمابرډیو تر څارنې لاندې د لوبډلې د برید، ضد دفاعي برید، او دفاعي تلن لارو پیاوړتیا ته پاملرنه کېږي.

ښاغلي بویر وویل، «ما او همدرانګه زموږ د مسلکي غړو څخه هیچا د بایلې په اړه فکر نه دی کړی او زیاتره مو پام دې ته دی چې د ټولو فرصتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړو او بریا ته ورسېږو.»

که څه هم، یو بد خبر دا دی چې حمیدالله یوسفزۍ، د شاهین دوهم ګول ساتونکی ټپي شوی. حمیدالله، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۸ نېټه، د جمعې ورځې تمرین پر مهال ډېر په ناوړه توګه ټپي شو، څرنګه چې نور نه شي کولای د دې لوبډلې په ترکیب کې ووسي. اوس مهال د خبرونو پر اساس، یاسین جعفري د هغه پر ځای لوبېږي.

د خوسیلوټ پر وړاندې د شاهین آسمایي لومړنې سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د تاجېکستان هېواد په جمهوري لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د شاهین آسمایي د تمرینونو او سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com او یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. د خپل خوښې وړ لوبډلې د انځورنو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ انسټاګرام پاڼه لایک کړئ.

د دې پاڼې شریکول