سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین‎غر بازان او عقابان هندوکش تر منځ سیالۍ

۱۱ وږی, ۱۳۹۵

په یوې هیجانوونکې او ګرانې سیالۍ کې، «د سپین‎غر بازان» لوبډله د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ولاړه. دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پنځمه لوبه وه. دواړو لوبغاړو د غوره سټراټژیک ځانګړتیاوو درلودنې سره، کومه غوره لاسته‎راوړنه نه درلوده. په پای کې، د نن ورځې سیالۍ پرته له کوم ګول پای ته ورسېدل په داسې حال کې چې دواړې لوبډلې د حذف کېدنې خطر سره مخامخ شوې. 

تېره اونۍ، د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو تر منځ سیالۍ د ډېرې حیرانوونکي ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د نن ورځې سیالۍ کې، د سپین‎غر بازان د ګول ترلاسه کونې لپاره ډېرزیات شور او هیجان درلود، که څه هم دې کار کې بریالي نه شوه. د دې لوبډلې زیاتره بریدونه او فرصتونه د هغو د سیال مدافعانو له خوا او یا د لوبډلې خپلو لوبغاړو د کمزوري چلند سره له لاسه ووتل. عقابان هندوکش لومړۍ نیمې کې دفاعي چلند غوره کړ. 

د لوبې پاتې ستونزمنو شېبو کې، عقابان د لوبې بهیر بدلون لپاره، د ګول ترسره کونې په لټه کې شوه. هغوی د دفاعي چلند څخه په پوره توګه د بریدونو تګ‎لاره خپله کړه مګر هیڅ کومه ضربه یې ګول نه شوه او د هغو ټوله شوټونه د سپین‎غز بازان له ګول څخه بې‎ګټې تېر شوه. همدارنګه، مصطفی کوهستاني، هغه لوبغاړی چې په دوهمې نیمې کې د عقابانو له‎خوا د لوبې ډګر ته ولاړی، یو غوره طلایي فرصت له لاسه ورکړ. 

څرنګه چې عقابان و نه شو کولای خپل په لومړۍ سیالۍ کې د موج‎های آمو د یو ګول څخه دفاع وکړي، په دې لوبې کې یې هم هیڅ کوم ګول ترلاسه نه کړ. له دې پایلې سره وروستي پړاو ته د هغو د لارې موندنې چانس ډېر زیات ټیټ شوی. 

د لوبې سرشمېرنې د دې ښکارندویي کوي چې په میدان کې د دواړو لوبډلو برخه مساوي وه. د لوبې څارونکي د عقابان ۲ او د سپین‎غر بازان ۱ لوبغاړي ته ژړ کارټ ورکړ. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول