سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین‎غر بازان لپاره یوه حساسه سیالۍ

۲۱ تله, ۱۳۹۶

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې نیمه پایلني پړاو یوه بله حساسه سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۱ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره اچول کېږي. ټاکل شوې د پنځم څپرکې دویم مقام ګټونکې لوبډله، د میوند اتلان د نیمه پایلني پړاو په تګ کتنې کې د سپين‎غر بازان پر وړاندې ولوبېږي. دا سیالۍ د کابل پر مهال له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو پیلېږي او په ۰۸:۰۰ بجو پای ته رسېږي. 

ښایي دا سیالۍ سپین‎غر بازان، د ۱۳۹۶ کال اتل لوبډلې لپاره تر یوه حده پورې ګرانه وي؛ څرنګه چې د میوند اتلان اوس د امرالدین شریفي، فردین حکیمي، حمید وکیلي، او فرزاد عطایي په څېر د افغانستان غوره لیګ او ملي لوبغاړو څخه ځینې تکړه څېرې په خپل ترکیب کې ګومارلي. د نوموړي لوبغاړو د ګومارنې سره، اوس د اتلان پلویان د خپلې لوبډلې څخه د شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره خورا تمه لري. 

د میوند اتلان وړاندې له دې څخه په ډله‎ییز پړاو کې ډېر ښه وځلېد. یادې لوبډلې هیڅ کومه ماتې په خپله نامه ثبته نه کړه، او په ترتیب سره یې د ۴ – ۲ او ۶ – ۳ پایلې سره طوفان هریرود او د اباسین څپې لوبډلو ته ماتې ورکړه. وروسته بیا د خپل ډله‎ییز پړاو په وروستۍ کتنې کې، اتلان ۱ – ۱ مساوي پایلې سره د سیمرغ البرز پر وړاندې ودرېدل. د «ب» ډلې څخه د اووه امتیازونو سره، د میوند اتلان لوبډله د خپل سیالو لوبډلو پر وړاندې ډېره مخکښه شوه او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. 

بلې خوا ته، د «الف» ډلې څخه د سپین‎غر بازان لوبډلې ډېر په ښه توګه د ۱ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو او عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه مګر د هغه وروسته یې د ۴ – ۳ پایلې سره یوه د شاهین آسمایي پر وړاندې د پام وړ ماتې وخوړل. د لوبډلې روزونکي، ښاغلي فهیم افکار وویل: «موږ د افغانستان غوره لیګ پنځم څپرکې اتلولۍ تکرار ته نږدې یو. د لوبډلو په ترکیب کې د غوره لوبغاړو او کره بدلونونو راوېستو پرته، نیمه‎ پایلني پړاو ته رسېدل د امکان وړ نه وه.» نوموړی زیاتوي: «دا سیالۍ د بازان لپاره ډېره حساسه ده» که هغوی وکولای شي اتلان ته ماتې ورکړي. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) ته مراجعه وکړئ.

د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو ترلاسه کونې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول