سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین‎غر بازان په یوې ګرانې سیالۍ کې د عقابان هندوکش پر وړاندې ځي

۱۱ وږی, ۱۳۹۵

د یوې هیجانوونکې سیالۍ وروسته، «د سپین‎غر بازان» د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ځي. دا سیالۍ نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۱۱ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ دقو، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پنځمه سیالۍ ده. 

دواړې لوبډلې، د سپین‎غر بازان او عقابان هندوکش، په خپل لومړي کتنې کې د سیمرغ البرز او موج‎های آمو پر وړاندې ولاړې. تېره اونۍ، د سپین‎غر بازان وکولای شو د دوو ګولونو وروسته لوبه د ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسوي. د سپین‎غر بازان ۱۳۹۴ کال کې وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ اتل شي په داسې حال کې چې عقابان په هماغه څپرکې کې، د سپین‎غر له خوا د سیالیو له بهیر څخه حذف شو. 

تېره اونۍ د عقابان هندوکش او موج‎های آمو تر منځ سیالۍ کې، لوبه ۶۰ سلنه د عقابان په واک کې وه او په پای کې هغوی د ۱ – ۰ پایلې سره د موج‎ّهای آمو څخه مغلوب شوه. ښایي چې د عقابان یوه مثبته ځانګړتیا، د پرلپسې بریدونو طراحي او جوړښت ده. دا لوبډله په ۱۳۹۳ کال کې خپل د پېژندل شوي څېرو، ایمل ګریوال او فرهاد توتاخیل د بېرته راتګ سره، ډېر واک ترلاسه کړی. 

دواړې لوبډلې د نن ورځې په سیالۍ کې د زیات شمېر امتیازونو ترلاسه کونې لپاره هلې‎ځلې کوي، ځکه چې دا امتیازونه کولای شي وروستي پړاو ته د هغو د صعود لپاره ډېره زیاته مرسته وکړي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي. 

 

د دې پاڼې شریکول