سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر او موجهای آمو په لوبه کې سپین غر برلاسی وو

۱۱ وږی, ۱۳۹۴

په هغه لوبه کې چې د سپین غر بازانو او موج های آمو لوبډلو تر منځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه، د سپین غر بازانو لوبډلې د لوبې په جریان باندي ډیر کنټرول درلود.

د لوبې په دوه ویشتمه دقیقه کې د سپین غر اتمې شمیرې لوبغاړي فهیم افکار د لوبې لومړی ګول تر سره کړ. د لوبې په ادامه کې سپین غر بازانو په میدان کې د توپ ډیرې واګې په لاس کې درلودې او په ګول باندي يي ډیرې حملې تر سره کړې.

د لوبې دوهمه نیمايي په ډیر زوږ او شور سره شروع سوه. د لوبې په ۴۹ مه دقیقه کې فهیم افکار وکولای شول د لوبې دوهم ګول هم تر سره کړي. په دې سره د سپین غر لوبډلې له آمو څخه ۲-۰ مخکیوالی تر لاسه کړ.

د لوبې په ۵۶ مه دقیقه کې منان فراهی د سپین غر بازانو دفاعې لوبغاړي هغه مهال تیروتنه وکړه چې غوښتل یې توپ له خپل ګول څخه لیري وشړي، خو په تیروتنې سره يي توپ په خپل ګول کې واچاوو. دې ګول د موج های آمو مینه وال نور هم هیجاني کړل او خپل ټیم یی د لا زیاتو ګولونو د ترسره کولو لپاره تشویق کړ.

له دې وروسته موج های آمو د لوبې سرعت زیات کړ او په مقابل ګول باندي يي حملې زیاتې کړې، دوی په ۹۰ مه دقیقه کې هغه وخت مساوي کوونکی ګول تر سره کړ کله چې د سپین غر دفاعي لوبغاړي د جریمې په ساحه کې خطا تر سره کړه. هدایت الله احمدې د پینالټي له ضربې څخه اعظمي ګټه پورته او لوبه يي د ګول په تر سره کولو سره ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

د بازانو لوبډلې د لوبې په وروستۍ دقیقه کې ډیر کوښښ وکړ تر څو د بریا ګول تر سره کړي خو دا هغه وخت وو چې اوبه له ورخه تیرې وي او د لوبې حکم د لوبې آخیرنی ویسل ووهلو.

په پای کې لوبه د ۲-۲ په پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.
د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي..

تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول