سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازانو په اطمینان سره نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه!

۲۵ وږی, ۱۳۹۴

د سپین غر بازانو نن د عقابان هندوکش لوبډلې په وړاندي د ۲-۰ په پایلې سره د سیالۍ له ګټلو وروسته وکولای شول د افغانستان روشن غوره لیګ د سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي.

په ننۍ لوبه کې عقابان هندوکش د ګول وهني ډیری فرصتونه له لاسه ورکړل او د لوبې په جریان کې دوی ونشو کولای د سپین غر بازانو د حملو په وړاندي مقاومت وکړي. عقابانو د لومړۍ نیمايي په اولو شیبو کې څو واریزي حملې تر سره کړې او په دې سره د بازانو د دفاع لیکه تر سخت فشار لاندې وه. که څه هم د دوی د مرکز او بریدګر خط تر منځ پوره هماهنګي نه وه موجوده چې په پایله کې دوی وکولای شي په دې حملو سره خپل لومړنی ګول تر سره کړي.

د بازانو دفاعي لیکې په منسجم ډول د خپل ګول ساتنه وکړه او له دې سره سره يي خپلو بریدګرو حملو ته هم ادامه ورکړه. فقیر حسین همتي د لوبې په اته ویشتمه دقیقه کې وکولای شول د یوې ضدحملې په ترڅ کې په یوه قوي ضربې سره د بازانو لومړنی ګول تر سره کړي.
د بازانو د لومړي ګول له تر سره کولو وروسته دوی د دوهم ځل لپاره د ګول وهني یو زرین چانس له لاسه ورکړ، د لوبې په ۳۱ مه دقیقه کې شفق ایوبي د حمید حبيبی یو ښکلی پاس په ګول بدل نه کړای شو.

لومړۍ نیمايي په داسي حال کې پای ته ورسیده چې د عقابانو زمري سالنګي دوه واري د ګول وهلو کوښښونه وکړل خو د بازانو ذهیب اصیل پرینښودل تر څو ددوی دروازه خلاصه شي.

په دوهمه نیمايي کې انور اکبري ګول وهني ته ډیر نږدې شوی وو خو د نوموړي غښتلې ضربې له ګول څخه لار چپه کړه او توپ د بازانو د دروازې په سر باندي تیر شو. په دې صحنه کې ټول لوبغالی د څو شیبو لپاره کاملاً چوپ پاتې شوی وو.

په ۹۰ دقیقه کې احمد رشاد حسن زاده د بازانو لپاره د دوهم ګول په تر سره کولو سره د بازانو د ګولونو تفاوت نور هم زیات کړ او په دې سره يي د بازانو لپاره یوه په زړه پوري ورځ پای ته ورسوله.

د دوهمې نیمايي په وروستیو شیبو کې د عقابانو ریزرف لوبغاړي بصیر عابر ته د ریفري له خوا یو سور کارت وښودل شو او په دې سره عقابان خپلو کورونو ته ناهیلي ستانه شول.

د اباسین او موج های آمو د جمعې د ورځې لوبه به د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو سیالیو کې د عقابانو سرنوشت وټاکي.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول