سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان د ۴-۲ په پایلې سره د میوند اتلانو ته په پينالټي ضربو کې ماتې ورکړه

۶ تله, ۱۳۹۴

د سپین غر بازانو او د میوند اتلانو تر منځ ننۍ لوبه چې په روانه اونۍ کې د دواړو لوبډلو دوهمه لوبه وه، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه. دا لوبه په لومړیو شیبو کې په ډیر سرعت سره پیل شوه او په لومړیو دقیقو کې دواړو ډلو د یو بل په دروازه باندي سختې حملې تر سره کړې. د بازانو د دفاع لیکې د تل په څیر په زړه پورې لوبه کوله او په ننۍ لوبه کې بیا د دوی لپاره منان فراهي ښکلې دفاعي لوبه تر سره کړه. د لوبې په ۲۵مه دقیقه کې بازانو د ګول وهني یو ښه چانس درلود چې سید باقر میرسالمي د اتلانو لوبډلمشر خپل ځان د بازانو د جریمې په ساحه کې موندلی وو خو په نامعلومو دلایلو سره ده ونشو کولای د خپلې لوبډلې په ګټه ګول تر سره کړي. د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې اتلانو د ګول وهني څو ښه چانسونه تر لاسه کړل خو بیا هم د ګول په وهلو سره بریالي نشول په همدې حال کې د بازانو لپاره فهیم افکار ډیره ښکلې لوبه روانه کړې وه او څو واري يي د اتلانو دروازه له خطر سره مخامخ کړه. د دوهمې نیمايی څخه د لسو دقیقو په تیریدلو سره فقیر حسین وکولای شول چې د لوبې لومړی ګول تر سره کړي. د ده دا ګول څلور دقیقې وروسته د فهیم افکار په دوهم ګول سره بدرګه شو. دې ګول بازانو ته د ۲-۰ مخکیوالی ور په برخه کړ.

د راتلونکو شلو دقیقو لپاره اتلانو نه شوای کولای د بازانو د غښتلې دفاع په وړاندې کوم کار تر سره کړي، خو په دې وخت کې د اتلانو اسدالله رضایی وکولای شول چې د اتلانو لپاره لومړی ګول تر سره کړي او په دې سره د لوبې پایلې ۲-۱ ته تغییر وکړ.
د رفت او برګشت د دواړو لوبو د ټولیزي ۲-۲ پایلې په نظر کې نیولو سره ننۍ لوبه اضافي وخت ته ولاړه. په اضافي وخت کې د اتلانو بریدګري کرښي د ګول وهني لپاره خپلې ټولې هڅي تر سره کړې خو په مقابل کې بازانو له قوي دفاعي لیکې سره لاس او ګریوان وو.
د ۱۵ دقیقو په اضافي وخت کې بیا هم دواړو خواوو ونه شو کولای چې کوم ګول تر سره کړي او په دې سره لوبه د پینالټي ضربو مرحلې ته ورسیده.
د پینالټي د ضرباتو په مرحله کې فقیر حسین، روهید سمندري، حمید حبیبي او غلام حضرت نیازي وکولای شول د خپلې لوبډلې په ګټه ګولونه تر سره کړي خو په مقابل کې د میوند اتلانو بیا یوازي دوه امتیازونه تر لاسه کړل، د میوند اتلانو دواړه ګولونه هر یو وحید ندیم او باقر سالمي تر سره کړل. په پای کې د سپین غر بازانو دا لوبه د ۴-۲ په پایلې سره وګټله او د روشن افغانستان د غوره لیګ په تاریخ کې يي لومړی ځل پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

دا لوبه به د افغانستان روشن غوره لیګ له ولوله انګیزه لوبو څخه وشمیرل شي.
د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درو بجو پیل کیږي.
تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.
همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول