سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان غواړي چې سږ کال هم د تېر کال په شان د هغوی لپاره یو بریالی کال وي

۱۵ چنګاښ, ۱۳۹۴

 د حیرانوونکو سیمه‏ییزو ټورنمنټونو څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې په لاره واچول شول، د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته هرې لوبډلې لپاره ۲۶ لوبغاړي وټاکل شول. وروسته له هغه بیا نوبت د لوبډلو خپل‏منځي سیالیو ته راورسېده تر څو د هرې لوبډلې لپاره ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا سیالۍ، د ۲۶ لوبغاړو لپاره وروستنی امتحان دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ ۸ لوبډلو لپاره د سیمه‏ییزو ټورنمنټونو په لړ کې ټاکل شوي ول.
دسپین‏غربازان، د افغانستان په غوره لیګ کې د هېواد د ختیځې سیمې استازی دی. ۱۳۹۳ کال، د دې لوبډلې لپاره یو ښه کال و او هغوی وکولی شول په یوه لوبه کې میوند اتلانو ته په ماتې ورکولو سره دریم ځای خپل کړي. تېر کال، لومړنی کال وو چې هغوی د دې ټورنمنټ نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړه په داسې حال کې چې په ۱۳۹۲ کال کې هغوی ښې پایلې ترلاسه نه کړې.
د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، داسې پېښه چې د ټولو پام دوی ته راګرځوي او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي تر څو د هغوی مسلکي او شخصي ژوند لا ښه پرمخ ولاړ شي.
په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ پیاوړي لوبغاړي، ملي لوبډلې ته راوبلي.

د دې پاڼې شریکول