سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان لوبډله نیمه پای پړاو ته ستانه شول

۱۸ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د ډله‌يیز پړاو په وروستۍ سیالۍ کې، د سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبډلو نیمه پایلوبې ته د لار موندلو لپاره په یوه مهمه او حساسه سیالۍ کې سره مخ شول. دغه سیالۍ  دواړو لوبډلو لپاره مهمه وه ځکه چې ګټونکی ټیم نیمه پایلوبې ته لاره ومونده او بایلونکې لوبډله د افغانستان غوره لیګ اتم فصل څخه بهر شو.

لوبه د یوه ځانګړي هیجان سره پیل شوه، دواړه لوبډلي د ۳ امتیازونو لاس ته راوړلو لپاره د سیالۍ ډګر ته راغلي ول. د سپين غر بازان لوبډلې برید ګره لوبه پیل کړه او تر ۲۵ مې دقیقې پورې هیڅ کوم لوبډلې ونه شو کړای ګول ترسره کړي، مګر دا صادق صادقي وو چې یو په زړه پورې ضربې سره د لوبې په ۲۵ مه دقیقه کې ښکلې ګول سره خپله لوبډله یې ۱-۰ په توپير مخکې کړه. عقابان هندوکش لوبډله هم ښه لوبه ترسره کړه او لومړۍ نیمه کې د مخالفې لوبډلې پر ګول جدي فرصتونه رامنځته کړ، مګر د ګول په وهلو کې پاتې راغلل. لومړۍ نیمه د ۱-۰ په توپیر سره د سپین غر بازانو په بریا پای ته ورسیده.

د عقابان هندوکش لوبډلې، دوهمه نیمه یې د لومړۍ نیمې په پرتله ډېر ښه پیل کړ، د لوبې بشپړ کنټرول یی ترلاسه کړې وه، دوی وتوانېدل د سپین غر بازان پر ګول جدي خطرونه رامېنځته  کړي، مګر د ګول په وهلو کې پاتې راغلل. د سپین غر بازان لوبډله په ټوله ييزې ټوکې دفاعي لوبه وکړه او د برید کوشش یې ونکړ. شېر علي لعلي د عقابان هندوکش لوبغاړی فرزاد بابک پر وړاندې د خطا ترسره کولو په ترڅ کې سور کارت ترلاسه کړ او د سپين غر بازان لوبډله مجبور شول چې د ۱۰ لوبغاړو سره لوبې ته دوام ورکړي. په هرصورت، چانس د سپين غر بازان ټیم سره یو ځل بیا مرسته وکړه او دوی بیا په ۸۰ مه دقیقه کې د رامز فاروق لخوا په زړه پورې شوټ باندې خپل دوهم ګول ترلاسه کړ.

سیالۍ د ۲-۰ په توپیر د سپین غر بازان لوبډلې پر وړاندې پای ته ورسېد او د عقابان هندوکش لوبډلې کور ته ستنېدل او د سپین غر بازان لوبډلې راتلونکې پړاو ته ورتګ حتمي شو. 

د سپین غر بازان لوبډلې څخه سمیر سمندري، د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول