سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان لوبډلې په یو زړه پورې سیالۍ کې د اباسین څپې لوبډلې ته ماته ورکړه

۱ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې د ډله‌ییز پړاو سیالیو د لومړۍ اونۍ په وروستۍ ورځ، د سپین غر بازان، د افغانستان غوره لیګ څلورم څپرکې اتل، د اباسین څپې لوبډلې پروړاندې سیالي وکړه.

د لوبې لومړۍ نیمایي، د اباسین څپې لوبډله بریدونو سره پیل کړه، چې په نهمه دقیقه کې د سید جلال حسیني لخوا د ښکلي ګول سره اباسین څپې د ۱-۰ په پایلې مخکښ شوه. له بلې خوا، د سپین غر بازان لومړۍ نیمایي دفاعي حالت کې پای ته ورسوله.

 دوهمه نیمه د اسپین غر بازان د لوبغاړو لخوا د غوره کړنلارې سره پیل شوه، او د اباسین څپې لوبغاړې د خطا ترسره کولو په ترڅ کې ژیړ کارت ترلاسه کړ. 

سمدلاسه، دا فرشید وجودی و چې په ۷۰ ام دقیقه کې یې د خپل ښکلي ګول سره لوبه ۱-۱ مساوی کړ. د سپین غر بازان لوبډله د مساوی ګول وروسته وهڅول شول او عتیق الله سلطاني د ښه کړنې سره وتوانید په ۸۴ ام دقیقه کې په زړه پورې ګول ترسره کړی او خپله لوبډله ۲-۱ نتیجه سره مخکی کړې. بیا په ۹۰ مه او ۹۳ مه دقیقه کې د نعمان والیزاده او راشد عزیزي لخوا د ښکلو ګولونو سره ، لوبه د ۱-۴ په نتیجه د سپین غر بازان لوبډلې په ګټه پای ته ورسید.

په پاې کې، عتیق الله سلطاني په میدان کې د خپل ښکلې لوبې لپاره د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول