سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سید باقر آقا په ورزشي مخینې باندې کتنه

۱۹ وږی, ۱۳۹۳

سید باقر آقا د ۱۳۶۷ کال د وږې په ۲۸ نېټه په ایران کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه د میوند اتلان ټیم کاپیټان دی، هغه کس چې په افتتاحیه لوبه کې د تېر کال د اتل مرستیال، سیمرغ البرز په وړاندې د ۳ ـ ۱ پایلې په ترلاسه کولو سره، د افغانستان روشن غوره لیګ مینه وال خوشحاله کړل. هغوی په دې لوبه کې د ۳ امیتیازونو په ترلاسه کولو سره د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د اتلولۍ په لور لوی ګام پورته کړ.

دې لوبغاړي ته مې د شپې د ډوډۍ لپاره بلنه ورکړه تر څو وکولائ شم د دې فرصت څخه په ګټه اخیستو سره د هغه سره لانور هم وپېژنم. مونږ د افغاني دودیز خوړو، ښوروا په اړه د لازیاتو خبرو اترو څخه خوند واخیست.

باقر آقا د سادات کورنۍ څخه دی چې په نسب کې په مستقیمه توګه د اسلام پیغمبر، حضرت محمد (ص) سره اړیکه لري. هغه ۱۸ کاله په ایران کې ژوند وکړ او په ۱۳۸۴ کال کې خپل ولایت، هلمند ته بېرته راوګرځېد.

د هماغه راهیسې، هغه د افغانستان په ملي ټیم کې د لوبې کولو هیله لري او غواړي افغانستان سره د اتلولۍ په برخه کې مرسته وکړي. کله چې ما په دې اړه د هغه نه پوښتنه وکړه، هغه خپل سر ټیټ کړ او ژوره ساه یې ووېسته، وروسته یې سر پورته کړ او په خبرو کولو یې پیل وکړ: " زه دوه ځلې د ملي ټیم سره د تمرین او سفر لپاره بلل شوی یم، او ګڼ شمېر تجربې مې ترلاسه کړي. که بیا هم د ملي ټیم مربي ماته بلنه راکړي، په دې آند یم چې کولائ شم خپل استعداد د هېواد لپاره ثابت کړم." د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ کې د هغه د ټیم اتلولي به، هغه ته لازیات شانس برابر کړي تر څو د ملي ټیم د مربیانو د پام وړ وګرځي او حتي کیدائ شي د ملي ټیم په جوړښت کې د یوه اړین کس په توګه څرګند شي.

د اوس مهال لپاره هغه د میوند اتلان ټیم سره په مرستې او د افغانستان روشن غوره لیګ په ټولو سیالیو کې، په اتلولۍ ټینګار لري. " مونږ په هرې لوبې ټینګار کوو. اوس مهال مونږ په دې ټینګار کوو تر څو د ډله ییز پړاو نه نیمه وروستي پړاو ته لاره پيدا کړو"

باقر آقا وايي هغه ډېر خوښ دی چې د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ کې ونډه لري. هغه دا هم زیاته کړه چې د وږې په ۶ نېټه د پرانیستنې مراسم د هغه لپاره احساسي تجربه وه. د ستونې د صافولو څخه وروسته هغه ووېلې: " ما وژړل. دا چې د لوبې په ډګر کې د هېواد د ګوډ ګوډ څخه د نورو فوټبالي شخصیتونو سره ولاړ وم او یو ملت یو غږ سندره مو بلله زه دومره خوښ شوم چې حتی په سترګو کې مې اوښکې راغلې." ټولو هغه جګړو ته په کتو سره چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې شاته پرېښي، کولائ شو د باقر په احساساتو پوه شو. " خلک په دې هېواد کې سوله غواړي او فوټبال هغه وسیله ده چې افغانستان د دې امر سره یو ځای کوي. غواړم د افغانستان فوټبال فدراسیون او افغانستان روشن غوره لیګ څخه مننه وکړم چې د خلکو د خوښۍ لپاره، داسې سیالۍ په لاره اچوي."

سید باقر آقا به د پنج شنبې په ورځ د وږې په ۲۰ نېټه د مازدیګر په ۰۴:۰۰ بجو په هغې کتنې کې چې د طوفان هریرود ټیم سره یې لري، د میوند اتلان ټیم رهبري وکړي. دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر شبکو، آرمان اف ام، او آراکوزیا اف ام راډیو ګانو له لارې خپرېږي. دا سیالۍ کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ په یوتیوب شبکه کې هم ووینئ.

www.youtube.com/AfghanPremierLeague

د دې پاڼې شریکول