سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سیمرغ البرز لپاره ګرانه سیالۍ

۳۰ وږی, ۱۳۹۶

نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۳۰ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې یوه بله هیجانوونکې سیالۍ په لاره اچول کېږي. په دې سیالۍ کې چې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو پیلېږي، د هېواد د شمال زون استازې، سیمرغ البرز د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دا د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو اتمه سیالۍ ده. 

طوفان هریرود د افغانستان غوره لیګ ډله‎ییز پړاو کې په خپلې لومړۍ کتنې کې د میوند اتلان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه. یادې سیالۍ کې، طوفان هریرود لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه تر څو وکولای شي تر خپل سیال وړاندې شي مګر ډېر ژر بېرته ترشا شوه. طوفان ډېره هڅه وکړه تر څو د خپل سیال ټوله ګولونه جبران کړي مګر په پای کې د ۴ – ۲ پایلې سره د میوند اتلان لوبډلې ته تسلیم شوه. د نن ورځې لوبې پایله د طوفان لپاره ډېره ارزشمنه ده. 

په «ب» ډلې کې، د میوند اتلان د ۶ امتیازونو سره تر نورو لوبډلو وړاندې ده او د میوند وروسته سیمرغ البرز هم درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. په داسې حال کې چې د «ب» ډلې دوې نورې لوبډلې، طوفان هریرود او د اباسین څپې تر اوسه هیڅ کومه امتیاز نه دی ترلاسه کړی. 

د طوفان هریرود روزونکي، نجیب الله نوروزي وویل: «طوفان هریرود نه غواړي په پرلپسې توګه دې ځل هم په ډله‎‎ییز پړاو کې خپله ماتې ومني. موږ باور لرو چې د نن ورځې سیالۍ کې ډېره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کوو. زموږ لوبغاړي د بریا لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.»

سیمرغ البرز د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې د ۱ – ۰ پایلې سره د اباسین څپې ته ماتې ورکړه او درې امتیازونه یې ترلاسه کړه. د سیمرغ البرز لوبډلې مدیر، تاج محمد خداداد وویل: «موږ پوهېږو چې د طوفان هریرود پر وړاندې زموږ د نن ورځې سیالۍ آسانه نه ده؛ خو زموږ لوبغاړي په بشپړه توګه چمتو دي. سیمرغ البرز سږ کال یو سرلیک ځان ته غوره کوي، موږ د همدې لپاره دلته راغلي یو.»

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول