ن د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۲۶ نېټه، د دواړو ټیمونو په وروستۍ ډله ییزې لوبې کې به ، طوفان هریرود د سیمرغ البرز په وړاندې لوبه ترسره کړي. سیمرغ البرز هڅه کوي تر څو د میوند اتلان او د سپین غر بازان ټیمونو له خوا د دوو ماتو د خوړولو څخه وروسته خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړي.
طوفان هریرود لاتر اوسه هم د وروستۍ نیمې پړاو ته د لارې موندنې ادعا لري، خو د ډېرو خنډونو سره مخ دی. هغوی باید د سیمرغ البرز په وړاندې بریا ترلاسه کړي او له بلې خوا د میوند اتلان په وړاندې د سپین غر بازان ماتې ته اړتیا لري چې لوبه یې د جمعې په ورځ، په لاره اچول کېږي. طوفان هریرود باید د ګولونو د شمېرنې په وخت کې د سپين غر بازان ټیم نه مخکې شي.
د سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبه به د غرمې وروسته په ۰۳:۳۰ بجو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې په لاره واچول شي.
په مستقیمه توګه د لوبې تازه شېبو ته د لاسرسۍ لپاره له مونږ سره په تویتر، فیس بوک او یوتیوب کې د لاندینیو لارو څخه اړیکه ونیسئ:
فیسبوک: AfghanPremierLeague
تویتر: AfPremierLeague
یوتوب: https://www.youtube.com/afpremierleague