سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سیمرغ او اتلانو ستره لوبه

۱۸ وږی, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو او سیمرغ البرز لوبډله به نن چهارشنبه د وږي اتلسمه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې یو د بل په وړاندي دلوبې ډګر ته ووزي.

د سیمرغ لوبډلې د شاهین آسمايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سږ کال لوبې په بریالیتوب سره پیل کړې. په  دې لوبه کې سیمرغ د ۳-۱ په پایلې سره شاهین آسمايي ته چې د تیر کال اتله لوبډله وه ماتې ورکړه.

منیر الحق ندیم د سیمرغ لوبډلمشر د یادې لوبې لومړي دوه ګولونه ترسره کړل او مصطفی رضایی بیا د دریم ګول په ترسره کولو سره لوبه د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسوله.

د میوند اتلانو لوبډلې بیا خپله لومړۍ لوبه د طوفان هریرود په وړاندي مساوي کړه. سید باقر میر سالمي او مصطفی افشار د میوند لپاره ګولونه تر سره کړل.

ندیم وایی " زموږ لومړۍ لوبه تر سبانۍ هغې ډیره سخته وه. موږ به په ننی لوبه کې په پوره چمتووالي او مثبت ذهنیت سره د لوبې ډګر ته ووزو".

د سیمرغ البرز لوبډله د نوروزي ټورنمنټ له ګټلو وروسته په ښه حالت کې ده او له ښو آماده ګیو څخه برخمنه ده.

اتلانو خپل ترکیب ته په ټولیز ډول تغییر ورکړی دی او له طوفان هریرود او سپین غر بازانو څخه یی نوي لوبغاړي جذب کړي دي. دوی ددې لوبغاړو په جذبولو سره غښتلي ښکاري خو په ننۍ لوبه کې به دوی له دې څخه هم له غښتلي سیال سره لاس او ګریوان وي.

میرسالمي د افغانستان روشن غوره لیګ له رسمي پاڼي سره په خبرو کې وویل "موږ پوهیږو چې دا لوبه به موږ ته سخته وي خو موږ چمتو یو له سیمرغ سره مخامخ شو".

که سیمرغ وکولای شي ننۍ لوبه وګټي نو د الف ګروپ په جدول کې به له شاهین څخه درې امتیازه مخکي شي.

په سږني کال کې به ننۍ لوبه د اتلانو لپاره تر ټولو ستره لوبه وي. که دوی غواړي نیمه پایلوبو ته د تګ لپاره خپلې هیلې ژوندۍ وساتي نو باید ننۍ لوبه وګټي. اوسمهال سیمرغ او شاهین آسمايي تر شاهین آسمايي شا ته پاته ده.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په څلورو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول