سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د شاهین آسمایي او عقابان هندوکش د ټیمونو تر منځ لوبه بیا تکراریږی

۷ وږی, ۱۳۹۲

د افغانستان (روشن) د غوره لیګ اجرایوې کميټې پرون اعلام وکړ چی د شاهین آسمایې او عقابان هندوکش د ټیمونو تر منځ لوبه بیا تکراریږی. دواړه ټیمونه، دواړه ټیمونه تیره جمعه د افغانستان د فوتبال د فدراسیون په استادیوم کې مخامخ شتون وموند چې شاهین آسمایې ۳ پر ۱ لوبه په خپلې ګټې پای ته ورسوله.

خو اجرایوې کمیټه لوبه ناسمه اعلام کړه. ځکه چې دواړه ټیمونو د هغه لوبغاړو څخه ګټه واخیسته چې په هغه ټاکونکې پړاو کې یعنی هغه سیمه چې د شین لوبغالې ( میدان سبز) په نوم په مستنده ټلویزیونې خپرونه کې ثبت شوي ول، شتون ندرلود.

د ټاکنیزی دوره لومړۍ پړاو، هغه تورنمنت وه چې د افغانستان د یوي سیمې څخه د څو ټیمونو په منځ کې په لاره اچول شوی وه. ۲۶ لوبغاړي د هر ټیم څخه د واک داره څارونکو د یو ټیم لخوا د دوهم پړاو لپاره وټاکل شول. وروسته د ټیم په یوي منځنې لوبې کې د دي ۲۶ کسانو څخه، د ټیم وروستې ۱۸ کسیزه لیست تړل کیږي.

د دواړه ټمونو تر منځ د بیاځلی لوبې نیټه به په راتلونکې ورځو کې اعلام شي.

 

د دې پاڼې شریکول