سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د شین لوبغالی دریم څپرکی

۲۲ غویی, ۱۳۹۳

شین لوبغالی یوه ۴۸ برخه یې خپرونه ده چې د هغې دریم څپرکی به د ۲۰۱۴ کال د مې د میاشتې په ۱۵ نېټه پيل شي.

دا خپرونه د فوټبال غوره لوبغاړي د هېواد د ګوډ ګوډ د ورک نومو استعدادونو څخه ټاکي تر څو هغوي هم د افغانستان روشن د غوره لیګ د شته نورو ستورو سره یو ځای شي.

لومړنۍ برخې به، د تېر کال د ټیمونو غوره ستوري او همدارنګه په دې څپرکي کې د لازیاتو بریالیتوبونو لپاره د دې ټیمونو لور لیدونه نندارې ته وړاندې کړي. د شین لوبغالی دا څپرکی به، د تېرو کلونو څخه توپير ولري.

دا خپرونه نه یوازې د سیمه ایزو ټورنمنټونو اړینې برخې خپروي، بلکه د هر لوبغاړي د ژوند کیسه، د هغوی په ژوند کې د فوټبال اغېزه او دا چې فوټبال څنګه د هغوي ژوند بدلوي، هم په تصویر کې ښکاره کړي.

د خپرونې په اړه معلومات

هره سه شنبه

د شپې ۱۰ بجې

د دې پاڼې شریکول