سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان او اتلانو د لوبې ۲-۲ مساوي کیدل

۸ وږی, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو نن د وږي میاشتي په اوومه نیټه د افغانستان روشن د غوره لیګ سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه ، وکولای شول د ۲-۲ په پایلې سره له طوفان هریرود لوبډلې سره خپله لوبه مساوي پای ته ورسوي.
طوفان هریرود په لومړیو کې په ډیرې چټکۍ سره لوبه پیل کړه او د لومړنیو شلو دقیقو په جریان کې يي په توپ باندي ښه کنټرول درلودی. دوی د ګول وهني ډیری فرصتونه برابر کړل او د لوبې په نهمه دقیقه کې محمد رفیع بارکزي په یوې آزادې ضربې سره وکولای شول چې د میوند اتلانو په وړاندي یو د صفر په وړاندي مخکیوالی تر لاسه کړي.

له شلمې دقیقي وروسته اتلانو لوبه را کابو کړه او د توپ واګې يي په خپل لاس کې واخیستې. په دې لړ کې د اتلانو د ۱۱ مې شمیرې درلودونکي لوبډلمشر محمد باقر میرسلیمي وکولای شول تر څو د یوې په زړه پوري د سر په ضربې سره په ۴۲ مه دقیقه کې د طوفان هریرود دروزاه خلاصه کړي.

یو څو شېبې وروسته د لوبې په ۵۷ مه دقیقه کې د اتلانو څلورمې شمیرې فرزاد عطایی د یوې بلې د سر ضربې په مرسته وکولای شول د اتلانو په ګټه دوهم ګول هم ترسره کړي.

طوفان هریرود د لوبې د مساوي کولو لپاره سختې حملې تر سره کړې تر څو چې د دوی کوښښونو رنګ راووړ او د طوفان لومړۍ شمېرې درلودونکې لوبغاړی بشیر احمد آزاداني وکولای شول د لوبې په ۸۰ مه دقیقه کې ګول تر سره او لوبه ۲-۲ مساوي کړي.

په ننۍ لوبه کې درییمګړی مجبوره شو چې دواړو لورو ته پنځه ژیړ کارتونه ورکړي چې له دې ډلې څخه دوه کارتونه د میوند اتلانو او درې ژیړ کارتونه بیا د طوفان هریرود د لوبغاړو له خوا واخیستل شول.

ننۍ لوبه چې د ۲-۲ په پایلې سره پای ته ورسیده له ډیرو په زړه پوري او جالبو شېبو سره مل وه او د فوټبال مینه والو ور څخه پوره پوره خوند واخیست.
د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي.

تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:

www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول